د ريلوے چارواکو وينا مطابق د کوئټه ريلوے سټيشن کښې ټکټ کاؤنټر سره نيزدې چاودنه شوې چې پکښې د زنانه پشمول پنځه ويشت کسان شهيدان او پنځوس نه زيات ژوبل شويدي ۔
د کوئټې سول هسپتال پشمول مختلف نورو هسپتالونو کښې هنګامي حالت نافذ کړې شوې ، ژوبل کسانو علاج جاري دې ۔
پوليسو مطابق چاودنه کښې د جعفر ايکسپريس مسافر په نښه کړې شويدي، چاودنه هاغه مهال اوشوه کله چې مسافر د روانګې نه وړاندې ټکټ کاؤنټر سره موجود وؤ، دغه ريل لږ ساعت کښې پيښور ته روانيدونکې وو ۔
د سول هسپتال انتظاميې وئيلي چې هسپتال ته پنځه ويشت مړي او پنځوس نه زيات ژوبل مکسانق راوړلې شويدي ۔
بلخوا د بلوچستان وزيراعلیٰ ميرسرفراز بګټي د چاودنې په سختو ټکو کښې مذمت کړې او وئيلي دي چې د پيښې تحقيقات جاري دي ۔
د وزيراعلیٰ بلوچستان وينا ده چې صوبه کښې به د ترهه ګرو خلاف آپريشن جاري وي، تر دې دمه مختلف عملياتو کښې د اهم کمانډرانو بشمول ګنړ شمير ترهه ګر وژلي شوي او ګرفتار کړې شويدي ۔