پي ډي ایم اے خیبرپښتونخوا لخوا جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې د صوبې بيلا بيلو برخو کښې صبا د شپې نه د پشکال بارانونو نوې سلسله شروع کيدو امکان دې ۔
پي ډي ايم اے وئيلي چې دغه سلسله به د اګست اتلسمې نیټې پورې جاري وي ۔
پي ډي ایم اے ترمخه صبا شپې نه به د بحیره عرب او خلیج بنګال نه د د پشکال هوا ګانې د صوبې برنو او مينځنو علاقو کښې داخلیږي ۔
دغه هواګانو سره به دیر،چترال،سوات،کوهستان،ملاکنډ،باجوړ ، شانګله،بټګرام،بونیر،کوهاټ،باجوړ،مومند،خېبر،مانسهره،چارسده ، مردان،هنګو،ایبټ آباد،هري پور،شمالی وزیرستان،بنواو ډیره اسماعيل خان کښې تیزو هواګانو سره تيز باران کيديشي ۔
بيان مطابق د بارانونو سلسله به د روانې مياشتې اتلسې نیټې پورې جاري وي ۔
د پي ډي ایم اے وینا ده چې د صبا نه تر شپاړسم اګست پورې د تیز باران لوجې لینډ سلائینډنګ امکان هم دې ۔
دې دوران نهرونو،خوړونو او نالو کښې د سیلابي اوبو سيوا کيدو هم پيشنګوئي شويده ۔
پي ډي ایم اے متعلقه ضلعو انتطامیې ته د چمتواوسیدو خبردارې هم ورکړېدې ۔
بلخوا موسمياتو محکمې هم صبا کشمیر،شمال مشرقي پنجاب،اسلام آباد،جنوبي پنجاب، شمال مشرقي بلوچستان او سندھ کښې هم د باران امکان څرګند کړېدې ۔