مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې بجټ کښې ټوله توجو په ټيکسونو ورکړې شويده، حکومت وائي چې عوام دوسته بجټ دې ولې د ملک نۀ ئې کباړه جوړه کړيده، مولانا صيب وائي چې پيپلزپارټي د حکومت برخه نه ده
دا څرګندونې مولانا فضل الرحمان پارليمنټ کښې ميډيا سره خبرو اترو دوران کړيدي
د هغه وينا وه چې يو وړوکې اقليت حکومت کوي، پيپلزپارټي د حکومت برخه نه ده، زۀ د خپلو خلقو موقف ورکوؤل غواړم، د ټولو دعوو باوجود ملکي معيشت په خراب حالت کښې دې
مولانا وائي چې بجټ کښې ټول فوکس په ټيکسونو باندې وؤ، حکومت وائي چې بجټ عوام دوسته دې ولې دې بجټ نه د ملک کباړه جوړه شويده
د مولانا فضل الرحمان قامي اسمبلې کښې تقرير شروع کيدو سره د سرکاري ټي وي لائيو سټريمنګ اودرولې شو