خيبر پښتونخوا پوليسو اميدوارنو ته د پوليس اهلکار ورکولو څخه معزرت کړي ، زرايع پوليس حکام وايي چي اميدواران دي ځان له ګن مين د نجي سيکورټي کمپنو نه واخلي پوليس اهلکارو ډيوټي په پولنګ اسټيشنو او امن و امان بحالولو کښي لګولي شوي.
پوليس حکام ذرايع وايي چي صوبه کښي په مجموعی توګه پنځلس نيم زره پولنګ اسټيشنو لپاره به يو لاک اته اويا زره سېکورټي اهلکار تعينات کولي شي، ولي دومره نور پوليس اهلکار نيشته چي هغوي د اميدوارنو سره د ګن مين په توګه اوګرځي پوليس زرايع وايي چي اميدوارانو ته ويلي شوي چي هغوي دي د نجي رجسټرد کمپنو نه ځان لپاره سېکورټي اهلکار واخلي او د جلسي او کارنر ميټنک په سيکورټي به پوليس اهلکار موجود وي ياده دي وي چي جماعت اسلامي ، پي ټي ائي ، عوامي نشنل پارټي او جمعيت علماء اسلام اميدوارنو د ځان سره د ګن مين په ټوګه پوليس اهلکارو غوښتنه کړي وه ،د کوم نه چي پوليسو معزرت کړي