جهلم کښې تعميراتي منصوبو کښې کرپشن معامله، اسلام آباد احتساب عدالت د فواد چوهدري نور درې ورځې جسماني ريمانډ منظور کړې او نيب ته ئي حواله کړېدے.
اسلام آباد احتساب عدالت کښې د فواد چوهدري خلاف جهلم کښې تعميراتي منصوبو کښې غبن خلاف کيس
سماعت شوې، سماعت دوران نيب فواد چوهدري عدالت ته وړاندې کړې، وکيل صفائي وئيلي چې نيب فواد چوهدري بےځايه تنګولو کوشش کوي، شپږ ويشت ورځو لپاره فواد چوهدري نيب سره په جسماني ريمانډ کښې دې ولې انکوائري لاا وس هم نه ده مکمل شوے، شپږ ويشت ورځو کښې څه برآمد شول؟
نيب د عدالت نه د فواد چوهدري څلور ورځې جسماني ريمانډ استدعا کړې، عدالت د نيب استدعا منظوره کړې او فواد چوهدري ئي درېو ورځو لپاره په جسماني ريمانډ نيب ته حواله کړيدے