د نګران وزيراعظم په مشرې کښې د افغان ټرانزټ ټريډ او انسداد اسمګلنګ په اړه اجلاس شوې، غونډه کښې انکوائري کميټي د افغان ټرانزټ ټريډ تحقيقاتو په اړه وزيراعظم خبر کړې، په دې موقع وزيراعظم اوئيل چې معاشي مشکلات يوه لوئې وجه د اسمګلنګ او څيزونو غير قانوني نقل و حمل دې، وزيراعظم انوار الحق کاکړ د افغان ټرانزټ ټريډ په اړه ټريکنګ نظام فول ۔پروف جوړه ولو هدايت ورکړي
د نګران وزيراعظم په مشرې کښې د افغان ټرانزټ ټريډ او انسداد اسمګلنګ په اړه اجلاس شوېده، غونډه کښې انکوائري کميټي د افغان ټرانزټ ټريډ تحقيقاتو نه وزيراعظم خبر کړېدې۔
په دې موقع وزيراعظم اوئيل چې معاشي مشکلات يوه لوئې وجه د اسمګلنګ او څيزونو غير قانوني نقل و حمل دې، اسمګلنګ کښې ککړ کسانو خلاف به سخته کارروائي کولې شي، د کسټمز په حساس پوسټونو د افسرانو تعيناتې نه وړاندې دې د هغو انټيليجنس کليئرنس واخېستې شي۔
وزيراعظم دا هم اوئيل چې کارګو چيکنګ کښې دې بهترې روالې شي، چمن بارډر باندې دې د کسټمز عمله سيوا کړې شي۔
نګران وزيراعظم د بلوچستان چيف سيکريټري ته د ضلع چاغي ټول انتظامي مشينري بدلولو هدايت ورکړي، وزيراعظم انوار الحق کاکړ د افغان ټرانزټ ټريډ په اړه ټريکنګ نظام فول پروف جوړه ولو هم هدايت ورکړيدي۔