داليکشن کميشن نوټس کار اوکړو،سيکرټري خزانه اليکشن کميشن ته په دوه ورځو کښي دننه انتخابي فنډز فراهم کولو اعلان کړي،سيکرټري وزارت خزانه وائي چه دفنډزاجرا لپاره په مختلف سطح منظوري ضروري وي، اليکشن کميشن ته چه څومره فنډ ضرورت وي،راتلونکي دوه ورځو کښي به دغه مطلوبه فنډز جاري کړي شي۔
اليکشن کميشن فروري دوه زره څليريشتم کښي کيدونکي عام انتخاباتو لپاره مختص شوي فنډز نه ريليز کيدو په معامله نوټس اخيستي وو او سيکرټري خزانه ئي طلب کړي وو، په کوم چه سيکرټري خزانه امداد الله د اليکشن کميشن چارواکو سر ه د ملاقات لپاره ځان اورسولو
سيکرټري خزانه داليکشن کميشن چارواکو سره د ملاقات روستو ميډيا سره خبرو کښي اوئيل چه داليکشن کميشن لخوا په څوارلسم نومبر د فنډز فراهمۍ لپاره خط ليکلي وو کوم چه په اتلسم نومبر وزارت خزانه ته موصول شوي وو
سيکرټري خزانه زياته کړه چه د فنډز اجرا لپاره په مختلف سطح منضوري ضروري وي ، اليکشن کميشن ته چه څومره فنډ ضرورت وي ، راتلونکي دوه ورځو کښي به دغه مطولبه فنډز جاري کړي شي
د ياودوني ور ده چه مالي کال بجټ کښي عام انتخاباتو لپاره دو څلويښت ارب روپې مختص کړي شوي وي ولي خزانے وزرات لخوا تردي دمه لس ارب روپۍ ورکړي شوې او نوري نه دې جاري شوي۔