نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د کويت په دوه ورځني دوره دے،نګران وزيراعظم اعلي کويتي قيادت سره البيان محل کښې ملاقات شوے،ملاقات دوران دواړو مشرانو ترمينځه په دواړخيزه اړيکو خبرې اترې شوي،په دې موقع انوارالحق کاکړ ته ګارډ آف آنر وړاندې کړے شوے.
نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ په دوه ورځنۍ دوره کويت کښې موجود دے،نګران وزيراعظم د کويتي قيادت سره ملاقات لپاره البيان محل ته ورغلے وو،د کويت نائب وزيراعظم او وزير داخله شيخ الخالد د نګران وزيراعظم تود هرکلے کړے، د کويتي اميري ګارډ دستې انوارالحق کاکړ ته ګارډ آف انر پيش کړے ، په دې موقع د دواړو ملکونو قومي ترانې غږولے شوي
نګران وزيراعظم سره دوره کښې نګران وزير خزانه شمشاد اختر ، د توانائي او تجارت وزيران موجود دي،
البيان محل کښې د دواړو مشرانو ترمينځه ليده کاته شوي دي، ملاقات په وخت د دواړو ملکونو ترمينځه دواړخيزه اړيکو او په مختلف شعبو کښې د همکارۍ سيوا کولو خبرې شوي.