سندهه پوليسو د قامي کرکټ ټيم لوبغاړي هم نه دې پريښودې،او صهيب مقصود او عامر يامين نه ئې اته زره روپۍ طلب کړې، په کوم چې پوليس چارواکو څلور اهلکاران نيولي او تفتيش ترې جاري دې.
قامي لوبغاړي عامر يامين او صهيب مقصود په سوشل ميډيا د سنده پوليس لخوا د رشوت طلب کولو ټوله قصه بيان کړيده صهيب مقصود تيره ورځ په سوشل ميډيا خپل يو بيان کښې وئيلي چې مونږ ډير خوش قسمته يو چي په سنده کښې نه اوسيږو
صهيب مقصود وئيلي چې د سنده پوليس دومره کرپټ دي چي هر پنځوس کلو ميټر په تګ باندي د رشوت مطالبه کوي او په انکار بيا تهاڼې ته د بوتلو دهمکي ورکوي
هغه اووئيل چې ژوند کښې مې په ړومبي ځل د قامې کرکټر نه هم پيسو ډيمانډونه وشو
دلوبغاړو ټويټ کيدو نه پس آئي جې سنده متعلقه افسران ګرفتار کړې او هغوي خلاف ئې نورتحقيقات شروع کړېدي