ايف بي آر د ټيکس ريټرن نه جمع کونکو بجلي او ګيس کنکشنونو او موبائل سمونه بنده ولو فيصله کړې، اعلاميه ترمخه ټول ملک کښې پينځه څلويښت ډسټرکټ ټيکس دفترونه قائم کړې شوي،دغه دفترونه به جون دوه زره څليريشتم پورې پينځلس نه شل لکه نوے ټيکس صارفين د ټيکس نيټ کښې راويستو لپاره کار کوي.
د ايف بي آر لخوا جاري کړې شوې اعلاميه ترمخه وزيراعظم انوار الحق کاکړ د اوسنې اجلاسونو کښې د ټيکس فائلرز تعداد او ريونيو کښې په اضافې زور رواړې وو، وړومبې مرحله کښې به غير رجسټرډ کسانو ته نوټس جاري کولې شي، نوټس ميلاويدو وروستو د ټيکس ريټرن نه جمع کونکو به موبائل سم بلاک کولې شي او د دوي بجلي او ګيس کنکشنونه به هم بنده ولې شي
دوه زره څليريشتم جون پورې پينځلس نه شل لکه نوے ټيکس صارفين د ټيکس نيټ کښې راويستو لپاره ټول ملک کښې پينځه څلويښت ډسټرکټ ټيکس دفترونه قائم کړې شويدي، دغه دفترونو مشري به ګريډ اوولسم او اتلسم افسران کوي، دغه اقدام سره به ټيکس ټو جي ډي پي تناسب مطلوبه سطح پورې سيوا کولې شي
ډيټا په بنياد به نان فائلرز خلاف کارروائي کولې شي، مختلف ادارے او محکمې به خودکار ټرانسميشن سسټم د لارې ډيټا فراهم کولو پابند وي.