پاکستان او سري لنکا ترمينځ ټيسټ ميچ دريمې ورځې لوبه ختم شوې، کوربه ټيم اولني اننګز کښې څلور وکټو په زيان څلور سوه، څلور رنز جوړ کړي او د پاکستان اولني اننګز سکور پورا کولو لپاره ورته د نور ديرش رنز ضرورت دې، دميلمه ټيم ډي سلوا يوسل، اووۀ شپيتۀ او کپتان کوسال مينډس يوسل، اوولس رنز سره ناټ آؤټ دي، پاکستان طرف نه محمد عباس او ثاقب خان دوه، دوه وکټې اخستي،بلخوا پي سي بي د سيريز دوئم ميچ د لاهور نه پنډۍ ته منتقل کړېدې ۔
پنډۍ کرکټ سټيډيم کښې جاري اولني ټيسټ ميچ په درېمه ورځ سري لنکا خپل اولني اننګز کښې د څلور وکټو په زيان څلور سوه څلور رنز جوړ کړېدي ۔
سري لنکا طرف نه ډي سلوا يو سل اووۀ شپېته او کپتان کوشل مېنډس يو سل اوولس رنز جوړ کړې دې او دواړو لوبغاړو د پنځمې وکټې لپاره دوه سوه نهه څلوېښت رنز پارټنرشپ کړې دې ۔
پاکستان لخوا ثاقب خان او محمد عباس دوه دوه وکټې ترلاسه کړېدي،د ټېسټ ميچ په دويمه ورځ پاکستان خپل وړومبۍ اننګز د نهه لوبغاړو په زيان څلور سوه څلور دېرش رنز باندې ډيکلېر کړې وو ۔
پاکستان لخوا سعود شکېل درې نوي ،عرفات منهاس دوه پنځوس،غازي غوري اتۀ څلوېښت، طيب عارف اووۀ پنځوس، محمد طحٰه يو پنځوس او بابراعظم پنځوس رنز جوړ کړې وو ۔

