وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې د توانائۍ تحفظ ملکي معيشت او اولس لپاره ډير مهم دي، چشمه فائيو منصوبه اولس ته د ارزانې بجلۍ فراهمۍ ضمانت دې،ميانوالي کښې چشمه نيوکليئر پاور پلانټ په حواله دستورې ته وينا کښې وزيراعظم وئيلي چې چشمه فائيو د پاکستان د ټولو لوئې بجلي ګهر دې، دمقرره وخت نه وړاندې دا منصوبه پورا کيدل د وياړ خبره ده، په دې موقع فيلډ مارشل عاصم منير او نور متعلقه چارواکي هم موجود وو ۔
د ميانوالۍ په چشمه نيوکلئير پاور پلانټ کښې د ډوم پلېسمنټ دستوره شوې، چې پکښې وزيراعظم شهباز شريف او فېلډ مارشل سيد عاصم منير هم ګډون کړې دې ۔
دستورې ته خپله وينا کښې وزيراعظم وئيلي چې د چشمه فائيو منصوبې مهم پړاو د ټاکلې وخت نه وړاندې ترلاسه کول د فخر خبره ده او دا منصوبه به د پاکستان اولس ته د ارزانه بجلۍ ورکولو ضمانت وي ۔
وزيراعظم شهباز شريف زياته کړې چې د توانائۍ تحفظ د ملک د معيشت او اولس لپاره ډېر اهميت لري، پاکستان به د محنت، لګن او پرله پسې کوششونو په نتيجه کښې خپل مستقبل پخپله جوړوي ۔

