د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ خاتمه او صوبه کښې امنيت ټينګ ساتل د صوبائي حکومت اولني ترجيحات دي، پوليس او نورو امنيتي ادارو ته به د ضرورت مطابق وسائل او فنډز ورکولو لپاره اقدامات کولې شي،خبري غونډې ته وينا کښې ګورنرفيصل کريم کنډي وئيلي چې تېر ديارلس کلونو بحران ختمول په دومره لږ وخت کښې ټهيک کول آسان نۀ دي،خو د درې مياشتو دننه به د امنيت صورتحال کښې د ښۀ والي راوستو کوشش کوؤ ۔
د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي پېښور کښې خبري غونډې ته د وينا پرمهال وئيلي چې صوبه دا وخت د ترهه ګرۍ سره مخ ده او د امنيت ښۀ ساتل د حکومت اهمه ذمه واري ده، او دا چې اوس به ټولې پاليسۍ د اسلام آباد نه چليږي، د کابل، قندهار يا جلال آباد نه به نۀ چليږي ۔
ګورنر اووئيل چې د صوبې د امنيتي صورتحال جاج اخستو لپاره د اپېکس کمېټۍ غونډه رابلل شوې وه او ټول متعلقه ادارې به په ګډه د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره کار کوي ۔
ګورنر اووئيل چې په دې جنګ کښې د پاک فوج ترڅنګ پوليس او نورې امنيتي ادارې هم په مخکښې صف کښې خپل کردار ادا کوي، وفاقي وزير داخله محسن نقوي امنيتي ځواکونو ته لس اے پی سی ګاډي ورکړي او وفاقي حکومت به د پوليس د فنډز په فراهمۍ کښې هم مرسته کوي، د امنيتي چيک پوسټونو او سيف سټي کېمرو پشمول د امنيت نور انتظامات به هم ټهيک کولی شي ۔
فېصل کريم کنډي وئيلي چې په صوبه کښې به د امنيت په معامله هېڅ قسمه سیاست نۀ کېږي او د امن خرابولو او ټور پهوړ کښې ککړ کسانو خلاف به کاروائي کېږي، د تېر ديارلس کلونو بحران ختمول په لږ وخت کښې ممکن نۀ دي، خو په راتلونکو درې مياشتو کښې به د امنيت صورتحال ښۀ کولو لپاره هڅې جاري ساتلې شي ۔
د ډاکټرانو د احتجاج په اړه ګورنر وئيلي چې ډاکټران دې احتجاج ختم کړي، د هغوي مسئلې به حل کولې شي، هغه دا هم وئيلي چې د فېکلټۍ سپکاوي کوونکو خلاف به کاروائي کېږي او د سټوډنټس يونين په نوم بدامني او د نظم و ضبط خلاف ورزي به برداشت نۀ کړې شي، ګورنر د ښځو د بااختياره کولو لپاره د اقداماتو کولو خبره هم کړې ده ۔

