کوئټه کښې د پاک آرمي مشاق تربيتي طياره غورځيدو وروستو تباه شوې، اآئي ايس پي آر وئيلي دي چې پيښه کښې په طياره کښې موجود دواړه پائلټان شهيدان شوي دي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې کوئټه سره نيزدې د پاک فضائيه تربيتي الوتکه پيښې ښکار کيدو نه پس تباه شويده ۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې دغه الوتکه د تکنيکي خرابۍ لوجې د کوئټې نوي کلي علاقې سره نيزدې پريوتې وه، او بيا تباه شوې ده ۔
آئي ايس پي آر مطابق پيښه کښې الوتکه کښې ناست پائلټ ميجر حسنين شهزاد او زير تربيت پائلټ کپټن عبدالصمد شهيدان شويدي ۔
بلخوا صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم شهبازشريف په پيښه د خفګان څرګندونه کړې او پحق رسيدلي د پاک فوج افسرانو بخښانې لپاره ئې دعا او د هغوي کورنيو سره د خواخوګي څرګندونه هم کړيده ۔

