وفاقي حکومت او جماعت اسلامي ترمينځ د مذاکراتو اولنې دور ختم شوې، په دې موقع جماعت اسلامي حکومتي وفد ته شپږ مطالبې وړاندې کړي،مذاکراتو نه پس شريکې خبري غونډې ته وينا کښې حکومتي رکن احسن اقبال وئيلي چې حکومت د جماعت اسلامي نه د ليوي په حواله تجاويز غوښتي وو، نۀ غواړو چې په اولس اضافي بوج راشي، احسن اقبال مطابق د مذاکرات ودوئم دور به زيارت په ورځ کيږې، او د شپږ تجاويز جاج به اخستې شي ۔
اسلام آباد کښې د وفاقي حکومت وفد او جماعت اسلامي مذاکراتي کميټۍ ترمينځ د پټروليم ليوي خاتمې په معامله د مذاکراتو اولنې دور مکمل شوې، دوئم دور به زيارت په ورځ کيږي ۔
د حکومتي کميټۍ مشري وفاقي وزير احسن اقبال کړې او د جامعت وفد سره ئې مذاکرات کړې دي، دې وروستو دواړو کميټو مشرانو شريکه خبري غونډه هم کړي ۔
په دې موقع خپله وينا کښې احسن اقابل اووئيل چې حکومت مذاکراتو لپاره جماعت اسلامي ته دعوت ورکړې وو او پټروليم ليوي په حواله ئې ترې تجاويز غوښتي وو ۔
وفاقي وزير او د حکومتي کميټۍ مشر احسن اقبال اووئيل چې حکومت چرې نۀ غواړي چې په اولس اضافي بوجھ واچوي، د ايران جنګ لوجې د نړۍ معيشتونه متاثره شوي، او بعضې موقع باندې حکومت مجبوره شي ۔
احسن اقبال اووئيل چې جماعت اسلامي خپل تجاويز حکومتي کميټۍ ته سپارلي، د دې به متعلقه ادارې جاج اخلي، چې کوم تجاويز هم د منلو وي نو هغې نه به دوي خبرولې شي ۔
بلخوا د جماعت اسلامي نائب امير لياقت بلوچ وئيلي چې حکومت سره د مذاکراتو اولنې دور خوشګوار ماحول کښې ترسره شوې، دجماعت اسلامي دځرنې او احتجاج به جاري وي ۔
هغۀ مخکښې اووئيل چې زمونږ مقصد اولس ته ريليف ورکول دي، طمع ده چې راتلونکي مذاکراتي دور کښې اولس ته ريليف ميلاؤ شي ۔

