فيلډ مارشل سيد عاصم منير د کوئټه ګيريژن دوره کړې ،آئي ايس پي آر وئيلي دي چې فيلډ مارشل په دې موقع متعلقه افسرانو سره ليدۀ کاتۀ هم کړېدي،فيلډ مارشل سيد عاصم منير وائي چې بلوچستان اولس د امن، خوشحالې او فلاح و بهبود رياست کوششونو مرکز دې، امن قائمولو لپاره قانون نافذ کونکو ادارو ترمينځ مسلسل رابطه ضروري ده ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير د کوئټه ګريژن دوره کړې ده ۔
آئي ايس پي آر مطابق فيلډ مارشل د بلوچستان موجوده سيکيورټي صورت حال، آپريشنل تيارو، سماجي و اقتصادي ترقې او عوامي فلاح په اړه ئي د امورو جاج اخستې ۔
په دې موقع خپله وينا کښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير وئيلي دي چې محفوظ او مستحکم ماحول سره به بلوچستان کښې ترقياتي منصوبو او معاشي موقو ته وده ميلاؤ شي ۔
آئي ايس پي آر ترمخه فيلډ مارشل سيد عاصم منير په دې موقع د شهداؤ عظيم قربانو ته خراج عقيدت وړاندې کړې ۔

