شمالي وزيرستان کښې د ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي فورسز کامياب عمليات، آئي ايس پي آر ترمخه سيکيورټي فورسز افغانستان نه د ترهه ګرو دراندازۍ کوشش ناکامه کړې او د عملياتو دوران ئې پنځلس ترهه ګر وژلي دي، بيان ترمخه د شرخوښو خلاف کاروائي شپږ ديرش ګهنټو پورې جاري وه،وژلي شوي ترهه ګرو ولقې نه لوئې شمير کښې وسله او ګوله بارود برآمد کړي شويدي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې د اګست یو دېرشمې او د ستمبر د وړومبۍ نېټې ترمينځ شپه کښې امنیتي ځواکونو ته شمالي وزیرستان کښې د پاک افغان پولې له لارې د بهارت حمايت يافته ترهه ګرو یوې ډلې د دراندازۍ کوشش اطلاع ميلاؤ شوې وه ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې امنیتي ځواکونو په پيشه وارانه مهارت سره د ترهه ګرو مؤثره مقابله کړې، دا کاروائي شپږ دېرش ګهنټو پورې روانه وه، کاروائۍ دوران د بهارتي حمايت يافته پنځلس ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شويدي ۔
آئي ايس پي آر مطابق د وژلي شوي ترهه ګرو خلاف د کاروائۍ وروسته په سیمه کښې د کلیئرنس آپریشن پر مهال لویه وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شويدي ۔
آئی ایس پی آر ترمخه ترهه ګر او د هغوي سهولت کاران په ملک کښې د امن او استحکام خرابولو په کوششونو کښې مصروف دي، ولې دا ټولې هڅې به ناکامه کولې شي ۔
بيان کښې وئيلي شوي چې په پاک افغان پوله د رامينځ ته شوې پېښې یو ځل بیا د پاکستان د دې دريز ثبوت دې چې افغان طالبانو حکومت ترهه ګر ډلې د افغان خاورې استعمال په مخنیوي کښې ناکامه شوې دې ۔
بیان کښې زياته شوې چې د افغان طالبانو حکومت سرحدي انتظام په یقیني کولو کښې پرله پسې ناکامه شوې او خپلې نړیوالې ذمه وارۍ هم نۀ شي پوره کولې، افغان طالبانو حکومت ته به د پولې پورې غاړي ترهه ګرۍ مخنيوې کول او خپله زمکه ترهه ډلو څخه صفا کول وي ۔

