د خارجه دفتر ترجمان طاهر اندرابي وئيلي دي چې د افغانستان په معامله پاکستان او چين ترمينځ رابطې جاري دي،افغانستان لپاره د چين استازي يو شياؤيونګ اسلام آباد ته سفر کړي او خپل هم منصب محمد صادق سره ئې ليده کاته کړي،دخارجه ترجمان نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ ته د افغان ناظم الامور تقرير نان ايشو ګرځولي او وئيلي ئي دي چې سفيران او سفارتکار دا قسمه يونيورسټو ته ځيي او روايتي تقرير کوي ۔
اسلام آباد: هفته وار بريفنګ دوران د خارجه دفتر ترجمان طاهر حسين اندرابي وئيلي دي چې د افغانستان په معامله د چين تعميري او مسلسل کوششونه د ستائنې وړ دي ،پاکستان د افغانستان په معامله د هر مثبت او تعميري مذاکراتو لپاره هميشه تيار دي ۔
طاهر حسين اندرابي اووئيل چې د افغانستان په معامله پيش رفت د طالبانو حکومت ټهوس او قابل تصديق اقداماتو سره تړلې دې ،طالبانو حکومت دې د کالعدم ټي ټي پي ، بي ايل اے او نور ترهه ګر تنظيمونو خلاف مؤثره کاروائي اوکړي ۔
ترجمان دفتر خارجه مخکښې اووئيل چې طالبانو حکومت دې افغان خاوره د ترهه ګرۍ لپاره استمعاليدو څخه منع کولو کلک ضمانت ورکړي ۔
هغۀ اووئيل چې افغان حوالې سره د پاکستان موقف واضحه دې او په دې کښې هيڅ قسمه تبديلي نۀ ده راغلې ،د طالبانو حکومت يقين دهانې او په عملي اقداماتو به افغانستان سره د روابطو فيصله کولې شي ۔
بريفنګ دوران طاهر حسين اندرابي زياته کړې چې پاکستان ته امريکه او ايران ترمينځه په زياتيدونکي کشيدګې تشويش دې او دغه کشيدګۍ خاتمې لپاره سفارتي کوششونه جاري دي ، اميد دې چې دواړه هيوادونه به يو وارې د مذاکراتو لپاره په يو ټيبل کښيني ۔
د يو سوال جواب کښې ترجمان اووئيل چې سوال نۀ پيدا کيږي اسلام آباد مفاهمتي ياد داشت ختم شوې وي، او يا ئې حيثېت نۀ وي پاتې شوې ۔

