د بلوچستان په خضدار سيمه کښې سيکيورټي فورسز کامياب آپريشن کړې، آئي ايس پي آر وئيلي چې کاروائۍ دوران څلور ترهه ګر وژلي شويدي، دې دوران د ترهه ګرو بارودو نه ډک دوه ګاډي هم تباه کړې شوي او د هغوي د حملې کوشش ناکامه کړې شويدې، آئي ايس پي آر ترمخه سيمه کښې به د ترهه ګرو خاتمې پورې کاروائيانې جاري وي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې خضدار کښې خفيه اطلاع باندې کاروائي شوې او د ترهه ګرو د حملې کوشش ناکامه کړې شوې دې ۔
بيان کښې وئيلي شوي چې د ترهه ګرو د بارودو نه ډک دوه ګاډي تباه کړې شوي ، او کاروائۍ دوران څلور ترهه ګر هم خپل انجام ته رسولي شويدي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې سيمه کښې کليئرنس آپريشن جاري دې ، چې مقصد ئې علاقه کښې د ترهه ګرو مکمل خاتمه يقيني کول دي ۔
د پاک فوج ترجمان په بيان کښې مخکښې وئيلي شوي دي چې د ترهه ګرو مکمل خاتمې پورې به کاروائيانې کاميابۍ سره جاري ساتلې شي ۔

