پراونشل ډيزاسټر مينجمنټ اتهارټي خېبر پښتونخوا د تربيلا ډيم سپل ويز آپريشن لوجې د هري پور، صوابۍ او نوښار انتظاميې ته خبردارې جاري کړې، پي ډې ايم اے وئيلي چې راتلونکي دوه ورځو دوران د ډيم سپل ويز کولاؤلو امکان دې ۔
پيښور: د پي ډي ايم اے خېبرپښتونخوا له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي دي چې په دريائے سندھ کښې د اوبو بهاو د درميانه درجې سيلاب په کچ رسيدلې دې ۔
پي ډي ايم اے خپل بيان کښې متعلقه ضلعي انتظامې ته د سيند په غاړه نګراني سختولو او حفاظتي انتظامات مکمل کولو هدايات هم جاري کړيدي ۔
د پي ډي ايم اے له اړخه وئيلي شوي چې د هري پور، صوابۍ او نوښار انتظاميه بائد د حساسو مقاماتو مکمل نګراني اوکړي او اولسي شعور بيدارولو لپاره هم خپلې ذمه وارۍ ترسره کړي ۔
بلخوا موسمياتو محکمې راتلونکي شواروز دوران د خېبر پښتونخوا مختلفو برخو، پنجاب، بلوچستان ،سندھ، کشمير او ګلګت بلتستان کښې ځائې په ځائې تيزو هواګانو سره د باران امکان څرګند کړېدې ۔

