امريکائي صدر ډونلډ ترمپ په ايران حملې اودرولو اعلان کړې او وئيلي دي چې ايران سره لوظنامې ته ډير نيزدې شوي يو، خپل يو بيان صدر ټرمپ وئيلي چې تهران سره مذاکرات اعلي سطح ته رسيدلي او او د دې منظوري هم ورکړې شويده ۔
واشنګټن: د سماجي رابطو په ويب پاڼه خپل يو بيان کښې ډونلډ ټرمپ په ايران حملې اودرولو اعلان کړېدې ۔
ډونلډ ټرمپ وئيلي چې مونږ ايران سره معاهدې ته ډير نيزدې شوي يو ، دې مذاکراتو کښې يو شمير ملکونو اهم کردار ادا کړيدې ۔
امريکائي صدر مطابق د ايران او امريکې ترمينځ مذاکراتو کښې پاکستان، يو اے اي، سعودي عرب، بحرين، کويت، اردن او مصر اعلي چارواکو برخه اخستې ده ۔
صدر ټرمپ زياته کړې چې حتمي لوظنامې باندې دستخط پورې به د آبنائے هرمز ناکه بندي جاري وي ۔
د امريکې صدر په حکم تيره شپه په ايران شديد حملې شوې وې، او نن د شپې ئې هم د نورو حملو اعلان کړې وو ، کومې چې اوس بندولو اعلان شويدې ۔

