د ټي ټوئنټي ورلډ کپ خوندور او دلچسپ مقابلې جاري دي، د ميګا ايونټ دوئمه مرحله يعنې سُپر ايټ ابتدائي ميچ کښې د پاکستان او نيوزي لينډ ميچ مسلسل باران لوجې بغير د نتيجې ختم شوې، او دواړو ټيمونو ته يو، يو پوائنټ ورکړې شويدې، د پاکستان دوئم ميچ به څليريشتمه فرورۍ باندې انګلينډ خلاف لوبيږي ۔
د سري لنکا کولمبو سټيډيم کښې د ورلډ ټي ټوينټي کپ سُپر ايټ مرحلې اولنۍ مقابله کښې د پاکستان او نيوزي لينډ ترمينځ ميچ باران لوجې بغير د نتيجې ختم شوې دې ۔
ميچ بغير نتيجې ختميدو نه پس پاکستان او نيوزي لينډ دواړو ټيمونو ته يو، يو پوائنټ ورکړې شوې دې ،دې نه وړاندې ميچ کښې ټاس شوې وو ، کوم چې پاکستان ګټلې وو او پخپله ئې اول د بيټنګ فيصله کړې وه ۔
ټاس نه پس سټيډيم کښې مسلسل باران جاري وو ، چې لوجې ئې ميچ بغير د نتيجې ختمولو اعلان اوکړې شو، سُپر ايټ مرحله کښې به د پاکستان دوئم ميچ په څليريشتمه فرورۍ پالے کلے ګراؤنډ کښې انګلينډ خلاف لوبيږي ۔

