دامریکی صدرډونلډ ټرمپ غزه کښې دپائيدار امن لپاره د بورډ آف پیس باقاعده اعلان کړې،دسوئټزرلينډ ښار ډيوس کښي د غزه بورډ آف پيس معاهدے باندې دلاس ليک دستوره شوې ،د وزيراعظم شهباز شريف پشمول د شل ملکونو مشرانو په دغه معاهده دستخط کړېدې ۔
د سوئټزرلينډ ښار ډيوس کښې ورلډ اکنامک فورم په موقع خپله وينا کښې امريکي صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي چې د غزه بورډ آف پیس کښې په شموليت د ټولو ملکونو مشکور يم ، په بورډ آف پيس به د متحده قامونو پشمول د نورو ملکونو سره په شريکه کار جاري ساتلي شي ۔
امريکائي صدر په دې موقع د مجوزه عالمي فورم بورډ آف پيس د جوړيدو په باقاعده توګه اعلان کړې او وئيلي دي چې د دې فورم مقصد بين الاقوامي شخړې حل کولو لپاره يو مؤثر پليټ فارم فراهم کول دي ۔
هغه اووئيل چې د نړې نهه پنځوس ملکونه د مشرقِ وسطیٰ د امن کوششونو کښې شامل دي، اوس هم يو شمير ملکونو دې معاهده کښې د ګډون خواهش مند دي ۔
په دې موقع امريکائي صدر د غزه بورډ آف پيس هپه معاهده دستخط کړې، وزيراعظم شهبازشريف پشمول د نړۍ شل ملکونو سربراهانو هم دستخط کړېدې ۔

