انډرنائينټين ورلډکپ کښې پاکستان ته اولنۍ کاميابي ميلاؤ شويده، قامي ټيم په شپږ وکټو سکاټ لينډ ته شکست ورکړېدې، د سکاټ لينډ يوسل، اتۀ اتيا رنز هدف پاکستان څلور وکټو په زيان پورا کړې، شاندار پنځه اوويا رنز جوړولو باندې عثمان خان د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې، بلخوا جنوبي افريقې اوسري لنکا هم خپل خپل ميچونه ګټلي دي ۔
د انډر نائنټين ورلډ کپ دولسم ميچ کښې سکاټ لينډ اول بيټنګ کړې وو او پاکستان ته ئې ميچ ګټې لپاره د يو سل اتۀ اتيا رنز هدف ورکړې وو ۔
پاکستان مقرره هدف څلور وکټو په زيان پورا کړې جاري ميګا ايونټ کښې ئې اولنې کاميابي حاصل کړېده، پاکستان طرف نه علي رضا څلور او مومن قمر درې وکټې اخستې وې ۔
قامي ټيم مقرره هدف ځلور وکټو په زيان پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې ، شاندار پنځه اوويا رنز جوړولو باندې عثمان خان د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
بلخوا يو بل ميچ کښې جنوبي افريقې د تنزانيه نه په درې سوه، نهه ويشت رنز ميچ ګټلې دې ، د جنوبي درې سوه، اووۀ نوي رنز هدف جواب کښې د تنزانيه ټول ټيم دري ديرشم اوور کښې اتۀ شپيتۀ رنز باندې آؤت شوې او ميچ ئې بيللې دې ۔
يو بل ميچ کښې سري لنکا کاميابي ترلاسه کړې او آئرلينډ ته ئې په يوسل، شپږ رنز شکست ورکړې دې ، د سري لنکا د دوه سوه، اتۀ شپيتۀ رنز هدف تعاقب کښې د آئرلينډ ټول ټيم يو سل، يو شپيتۀ رنز باندې آؤټ شويدې ۔

