د بنو په هوید سيمه کښې د نامعلومه وسله والو په ډزو د امن کميټۍ څلور تنان وژلي شوي ، وژلي شوي کسانو کښې پلار او ځوی هم شامل دي، مقامي پوليس د پيښې په حواله نورې پلټنې شروع کړيدي ۔
بنو: پوليس چارواکو مطابق افسوسناکه پيښه بنو کښې د هويد تهانړې حدو مزنګه چوک کښې مخې ته راغلې ده ، چرته چې نامعلومه وسله والو په يو موټر کار ناتاره ډزې کړيدي ۔
ذرائعو تمخه ډزو کښې په ګاډي کښې ناست د پلار او ځوی پشمول څلور کسان پحق رسيدلي،مقامي خلقو مطابق پحق رسيدلي کسان د سيمې امن کميټۍ غړي وو ۔
د پيښې وروستو سيمه کښې حالات سخت کړکيچن شوي وو او پوليس په فوري توګه سيمې ته رسيدو سره سرچ آپريشن هم کړې ۔

