Close Menu
    تازه ترین خبرونه

    وزېر اعلی سهيل آفریدی د داخله وزير محسن نقوي سره د خفیه ملاقات تصدیق کړې

    مې 25, 2026

    ټانک: وسله والو د سرکاري مډل سکول او د صحت بنادي مرکز په چاودونکي موادو الوزولې

    مې 25, 2026

    رستم کښې سوات ايکسپريس واے باندې خونړۍ ټريفکي پيښه، اوولس کسان پحق رسيدلي، اووۀ ژوبل

    مې 25, 2026

    پاکستان به ډير زر د منطقې د ترقۍ سفر کښې د چين سره يوځائې شي ، وزيراعظم شهباز شريف

    مې 24, 2026

    شمالي وزيرستان کښې کاميابه کاروائي، يوولس ترهه ګر وژلي شوي

    مې 24, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    شنبه, مې 30, 2026
    • قامى خبرونه
    • مهم خبرونه
    • نړۍ
    • کاروبارى خبرونه
    • روغتیا
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Beyond All Frontiers
    اردو خبریں ENGLISH NEWS
    • سرپاڼه
    • قامى خبرونه

      وزېر اعلی سهيل آفریدی د داخله وزير محسن نقوي سره د خفیه ملاقات تصدیق کړې

      مې 25, 2026

      پاکستان به ډير زر د منطقې د ترقۍ سفر کښې د چين سره يوځائې شي ، وزيراعظم شهباز شريف

      مې 24, 2026

      کوئټه: چمن پهاټک باندې ريلوے ټتريک سره نيزدې چاؤدنه، سيکيورټي اهلکارانو پشمول څوارلس کسان شهيدان

      مې 24, 2026

      د فيلډ مارشل عاصم منير ایران دوره مختصر او نتيجه خيز وه، حوصله افزا پيشرفت پکښې شوې،آئي ايس پي آر

      مې 23, 2026

      فيلډ مارشل عاصم منير د ايران او امريکي ترمينځ سولې لپاره د ايران دوره، عراقچي سره اهم ملاقات

      مې 23, 2026
    • خېبرپښتونخوا
    • پنجاب
    • بلوچستان
    • سندھ
    • افغانستان

      جرمني او ايران نه پس ترکيه کښې هم غير قانوني افغان مهاجرينو خلاف کريک ډاؤن او ګرفتارو سلسله شروع

      مې 23, 2026

      د پاکستان فيلډ مارشل دې مونږ د افغان طالبانو نه خلاص کړي،د افغان وګړي د طالبانو هيډکوارټر مخې ته د مينې پيغام

      اپریل 20, 2026

      پاکستان او افغانستان ترمينځ تاؤ تريخوالي کمولو لپاره د چين ارومچي ښار کښې مذاکرات جاري

      اپریل 4, 2026

      اُرومچي ښار کښې مذاکرات، د پاکستان او افغانستان امن قيام لپاره په مشترکه کوششونو اتفاق

      اپریل 1, 2026

      افغانستان لخوا ډزې، طورخم پوله يو ځل بېا د‌ افغان کډوالو لپاره تړلې شوې

      مارچ 27, 2026
    • انټرټېنمنټ خبرونه

      نامتو ټک ټاکره ثنا جاويد عرف آؤټ لوفره اسلام آباد کښې وژلې شوې

      مارچ 22, 2026

      اسلام آباد کښې د اجمل خټک مرحوم د شپاړسم تلین په مناسبت تعزیتی او ادبي غونډه

      فبروري 10, 2026

      زۀ خپل خاوند هيچا ته نشم ورکولې، ثنا جاويد باندې په سوشل ميډيا سختې نيوکې

      جنوري 1, 2026

      قائداعظم پوهنتون اسلام آباد کښې ”ګلونه او رنګونه“ په نوم د پښتو خوندوره مشاعره

      نوومبر 6, 2025

      د قامي ټيم نامتو سپنر باؤلر ابرار احمد هم وادۀ اوکړو

      اکتوبر 5, 2025
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Home » د ترهه ګرۍ خلاف جنګ بيانيې نه پاک فوج هيڅوک نشي خوزولې، ترجمان پاک فوج ليفټيننټ جنرل احمد شريف چودهري
    سر خبر

    د ترهه ګرۍ خلاف جنګ بيانيې نه پاک فوج هيڅوک نشي خوزولې، ترجمان پاک فوج ليفټيننټ جنرل احمد شريف چودهري

    جنوري 6, 2026څرگندونې نشته4 Mins Read
    Facebook Twitter Email WhatsApp
    No one can be swayed by the Pakistan Army's war on terror rhetoric, says Pakistan Army Spokesperson
    دوي د آپريشن مخالفت کوي نو بيا دوي سره صوبه کښې د سيوا شوې ترهه ګرۍ پيښو مخنيوي دوئم حل څه دې؟ پنډۍ کښې خبري غونډې ته وينا
    Share
    Facebook Twitter Email WhatsApp

    ډي جي آئي ايس پي آر ليفټننټ جنرل احمدشريف چودهري وئيلي دي چې خېبر پښتونخوا کښې ترهه ګرو ته سازګار سياسي ماحول فراهم کيږي، سياسي او دهشتګردانه جوړ جاړي ته صوبه کښې وده ميلاويږي،د ترهه ګرۍ اتيا فيصده پيښې پښتونخوا کښې شوي،تير کال اووه ويشت خودکش حملې شوي،چې پکښې پښتونخوا کښې شپاړس حملې شوي، ترجمان مطابق تير کال ملک کښې پنځه اوويا زره نه زيات آپريشنز شوي، د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ صوبه کښې د فوجي آپريشن مخالفت کوي، چې دوي د آپريشن مخالفت کوي نو بيا دوي سره صوبه کښې د سيوا شوې ترهه ګرۍ پيښو مخنيوي دوئم حل څه دې؟ ترجمان مطابق افغانستان د ټولې نړې د ترهه ګرو  آماجګاه جوړ شوې، القاعده، داعش، بي ايل اے او ټي ټي پي پشمول د ترهه ګرو ټول لوئې تنظيمونه افغانستان کښې موجود دي ۔

    پنډۍ کښې خبري غونډې ته وينا کښې هغه اووئيل چې تير کال قانون نافذ کونکي ادارو ټول ملک کښې پنځه اوويا زره نه زيات انټيلي جنس آپريشنز کړي،بلوچستان کښې اتۀ پنځوس زره، پښتونخوا کښې څوارلس زره او نورو علاقو کښې يو زر نه زيات آپريشنز شوي د ترهه ګرۍ پنځه زره، درې سوه، اووۀ نوي پيښې رامخې ته شوي ۔

    ليفټيننټ جنرل احمد شريف چودهري مطابق صرف خېبرپښتونخوا کښې درې زره نه زيات واقعات رامخې ته شوي، او دې دوران دوه زره، پنځه سوه، اووۀ نوي ترهه ګر وژلي شوي ۔

    ليفټيننټ جنرل احمد شريف چودهري اووئيل چې د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ صوبه کښې د فوجي آپريشن مخالفت کوي، چې دوي د آپريشن مخالفت کوي نو بيا دوي سره صوبه کښې د سيوا شوې ترهه ګرۍ پيښو مخنيوي دوئم حل څه دې؟

    هغه زياته کړې چې پښتونخوا کښې آپريشن نۀ کيږي نو آيا دوي د ترهه ګرو پښو کښې کښيناستل غواړي، د صوبائي حکومت مشران اسمبلۍ کښې د دروغو بيانيه جوړوي ۔

    ډي جي آئي ايس پي آر اووئيل چې تاسو ته هيڅوک دا اجازت نشي ورکولې چې خپل سياست لپاره، خپلې سهولت کارۍ لپاره، د صوبې خلق او ټوله صوبه ترهه ګرو ته اوسپارې ۔

    هغۀ مخکښې اووئيل چې د ملک اهم سياستدانانو باندې ترهه ګرو حملې کړي، ولې په دوي ئې چرته هم حمله نۀ ده کړې، ترهه ګرو په پيپلز پارټۍ، مسلم ليګ ن، اے اين پي، جے يو آئي په ټولو جماعتونو حملې کړې، ولې په پي ټي آئي چرې هم ترهه ګرو حمله نۀ ده کړې  ۔

    افغانستان په حواله ډي جي آئي ايس پي آر اووئيل چې افغانستان د ټولې نړې د ترهه ګرو  آماجګاه جوړ شوې، القاعده، داعش، بي ايل اے او ټي ټي پي پشمول د ترهه ګرو ټول لوئې تنظيمونه افغانستان کښې موجود دي ۔

    هغۀ زياته کړې چې  د فتنته الهندوستان او ټي ټي پي د تربيت ځايونه افغانستان کښې دي، افغانستان خپل ځان د اسلام علمبردار په توګه نړۍ ته وړاندې کوي، د ترهه ګرو اسلام سره هيڅ تعلق نيشته ۔

    د پاک فوج ترجمان اووئيل چې  د شام نه پنځه زره پورې نړيوال ترهه ګر افغانستان ته منتقل شوي، دې کښې يو پاکستانې هم شامل نۀ دې، او دا چې پولې بنديدو سره پاکستان کښې د ترهه ګرۍ پيښو کښې کمې راغلې ۔

    د يو سوال جواب کښې د پاک فوج ترجمان اووئيل چې د يو سياسي جماعت حکومت کښې وزيراعظم ډېر بااختيار وو، دومره بااختيار وو چې آرمي چيف ئې د قام پلار ګرځولې وو ۔

    هغه مخکښې اووئيل چې پاک افغان پولې بندولو سره د ترهه ګرۍ پيښ کښې ډير کمې راغلې دې، تير کال د ترهه ګرۍ لس لوئې پيښې رامخې ته شوې وې، دغه ټولو حملو کښې افغانان ککړ وو ، حمله کونکې هر افغاني د سيکيورټي ادارو کاروائۍ کښې وژلې کيږي ۔

    د پاک فوج ترجمان دا هم وئيلي چې تير کال جعفر ايکسپريس، ايف سي هيډکوارټر بنو، کيډټ کالج وانا، پشمول لس لوئې حملې شوي، دې حملو خښې ککړ ټول ترهه ګر افغانان وو ۔

    شریکول Facebook Twitter Email WhatsApp
    مخکینۍ مقالهد بنګله ديش فضائيې سربراه د ائير هيډکوارټر اسلام آباد دوره، ایئر چيف سره ملاقات
    بله مقاله ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې پي ټي آئي د خپل رياست خلاف ولې ولاړه ده؟
    Arshad khan

    مربوطه لیکنې

    وزېر اعلی سهيل آفریدی د داخله وزير محسن نقوي سره د خفیه ملاقات تصدیق کړې

    مې 25, 2026

    ټانک: وسله والو د سرکاري مډل سکول او د صحت بنادي مرکز په چاودونکي موادو الوزولې

    مې 25, 2026

    رستم کښې سوات ايکسپريس واے باندې خونړۍ ټريفکي پيښه، اوولس کسان پحق رسيدلي، اووۀ ژوبل

    مې 25, 2026
    ځواب دلته پرېږدئ Cancel Reply

    مونږ پسی راځه
    • Facebook
    • YouTube
    • TikTok
    • Twitter
    • Instagram
    • WhatsApp
    Live Streaming
    تازه ترین خبرونه

    وزېر اعلی سهيل آفریدی د داخله وزير محسن نقوي سره د خفیه ملاقات تصدیق کړې

    مې 25, 2026

    ټانک: وسله والو د سرکاري مډل سکول او د صحت بنادي مرکز په چاودونکي موادو الوزولې

    مې 25, 2026

    رستم کښې سوات ايکسپريس واے باندې خونړۍ ټريفکي پيښه، اوولس کسان پحق رسيدلي، اووۀ ژوبل

    مې 25, 2026

    پاکستان به ډير زر د منطقې د ترقۍ سفر کښې د چين سره يوځائې شي ، وزيراعظم شهباز شريف

    مې 24, 2026
    سرلیکونه
    خېبرپښتونخوا مې 25, 2026

    وزېر اعلی سهيل آفریدی د داخله وزير محسن نقوي سره د خفیه ملاقات تصدیق کړې

    د خیېبرپښتونخوا وزیر اعلی سهېل آفریدي د وفاقي وزیر داخله محسن نقوې سره د خفیه…

    ټانک: وسله والو د سرکاري مډل سکول او د صحت بنادي مرکز په چاودونکي موادو الوزولې

    مې 25, 2026

    رستم کښې سوات ايکسپريس واے باندې خونړۍ ټريفکي پيښه، اوولس کسان پحق رسيدلي، اووۀ ژوبل

    مې 25, 2026
    ډیر لیدل شوی

    وزيراعظم د بجلۍ سهولت ييکج اعلان کړې،کورني صارفنيو لپاره به بجلي په شپږ ويشت روپې في يونټ وي

    نوومبر 8, 2024124 Views

    پېښور کښې د منکي پاکس نور پنځه شکمن کيسونه رپورټ شوي

    اگست 31, 2024122 Views

    د پښتنون کلتور ورځ،ګورنر پښتونخوا فيصل کريم کنډي دپښتنو صحافيانو تنظيم پي جے اے کابينې غړو نه حلف اخستې

    سپتمبر 23, 2024109 Views
    د مدیر انتخاب

    وزېر اعلی سهيل آفریدی د داخله وزير محسن نقوي سره د خفیه ملاقات تصدیق کړې

    مې 25, 2026

    پاکستان به ډير زر د منطقې د ترقۍ سفر کښې د چين سره يوځائې شي ، وزيراعظم شهباز شريف

    مې 24, 2026

    کوئټه: چمن پهاټک باندې ريلوے ټتريک سره نيزدې چاؤدنه، سيکيورټي اهلکارانو پشمول څوارلس کسان شهيدان

    مې 24, 2026
    خېبر نيوز
    خېبر نيوز

    خېبر نيوز د پښتو ژبې هغه وړومبے چېنل دے کوم چې تاڅو ته څليريشت ګېنټې تازه ترين خبرونه او جاري امورو باندې څېړنې درکوي. دا چېنل کال دوه زره اووۀ کښې په شپاړسمه جولائي شروع کړے شوے او ډېره لږه موده کښې تېزۍ سره د خپرونې د شهرت څوکې ته رسېدلے دے.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    خېبر نيوز © 2026 . ټول حقونه ساتل دي
    • سر پاڼه
    • خېبرپښتونخوا
    • انټرټېنمنټ خبرونه
    • بلوچستان

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.