Close Menu
    تازه ترین خبرونه

    پي ايس ايل، اسلام آباد په نهه وکټو لاهور ته شکست ورکړې

    اپریل 9, 2026

    منطقه کښې د جنګ ختمولو لپاره پاکستان خپل تاريخي کردار ادا کولو ته تيار

    اپریل 9, 2026

    دامريکې نائب صدر ، نمائنده خصوصي زمونږ خاص ميلمانۀ دي، داخله وزير محسن نقوي

    اپریل 9, 2026

    چين، پاکستان او افغانستان ارومچي کښې مذاکرات کړي،چين وزارت خارجه

    اپریل 8, 2026

    پي ايس ايل، پيښور زلمي په څلور وکټو حيدرآباد کنګز مين ته شکست ورکړې

    اپریل 8, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    پنجشنبه, اپریل 9, 2026
    • قامى خبرونه
    • مهم خبرونه
    • نړۍ
    • کاروبارى خبرونه
    • روغتیا
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Beyond All Frontiers
    اردو خبریں ENGLISH NEWS
    • سرپاڼه
    • قامى خبرونه

      منطقه کښې د جنګ ختمولو لپاره پاکستان خپل تاريخي کردار ادا کولو ته تيار

      اپریل 9, 2026

      دامريکې نائب صدر ، نمائنده خصوصي زمونږ خاص ميلمانۀ دي، داخله وزير محسن نقوي

      اپریل 9, 2026

      چين، پاکستان او افغانستان ارومچي کښې مذاکرات کړي،چين وزارت خارجه

      اپریل 8, 2026

      په نړيوال کچ د وزيراعظم شهبازشريف او فيلډ مارشل عاصم منير ستائنه

      اپریل 8, 2026

      اسلام آباد د مزاکراتو مرکز جوړ شوې،وزيراعظم دامريکې او ايران وفود ته پاکستان ته راتلو بلنه ورکړې

      اپریل 8, 2026
    • خېبرپښتونخوا
    • پنجاب
    • بلوچستان
    • سندھ
    • افغانستان

      پاکستان او افغانستان ترمينځ تاؤ تريخوالي کمولو لپاره د چين ارومچي ښار کښې مذاکرات جاري

      اپریل 4, 2026

      اُرومچي ښار کښې مذاکرات، د پاکستان او افغانستان امن قيام لپاره په مشترکه کوششونو اتفاق

      اپریل 1, 2026

      افغانستان لخوا ډزې، طورخم پوله يو ځل بېا د‌ افغان کډوالو لپاره تړلې شوې

      مارچ 27, 2026

      د پاک افواج افغانستان کښې آپريشن غضب للحق کاميابۍ سره جاري، کابل کښې ايمونيشن او ټيکنيکل انفراسټرکر تباه

      مارچ 16, 2026

      د متحده قامونو سيکيورټي کونسل د افغانستان عبوري حکومت په اهم مشرانو بنديزونه لګولي

      مارچ 16, 2026
    • انټرټېنمنټ خبرونه

      نامتو ټک ټاکره ثنا جاويد عرف آؤټ لوفره اسلام آباد کښې وژلې شوې

      مارچ 22, 2026

      اسلام آباد کښې د اجمل خټک مرحوم د شپاړسم تلین په مناسبت تعزیتی او ادبي غونډه

      فبروري 10, 2026

      زۀ خپل خاوند هيچا ته نشم ورکولې، ثنا جاويد باندې په سوشل ميډيا سختې نيوکې

      جنوري 1, 2026

      قائداعظم پوهنتون اسلام آباد کښې ”ګلونه او رنګونه“ په نوم د پښتو خوندوره مشاعره

      نوومبر 6, 2025

      د قامي ټيم نامتو سپنر باؤلر ابرار احمد هم وادۀ اوکړو

      اکتوبر 5, 2025
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Home » ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې پي ټي آئي د خپل رياست خلاف ولې ولاړه ده؟
    قامى خبرونه

    ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې پي ټي آئي د خپل رياست خلاف ولې ولاړه ده؟

    جنوري 6, 2026څرگندونې نشته5 Mins Read
    Facebook Twitter Email WhatsApp
    Why is the PTI standing against its own state in the war on terrorism?
    د قامي ازميښت په وخت  پي ټي آئي خپله جدا لار خوښه کړې، او هاغه لار ده د پاکستان مقابله کښې د ترهه ګرو ملګرتيا ۔
    Share
    Facebook Twitter Email WhatsApp

    يو وخت راځي چې سياسي اختلاف ختم شي او بيا اخلاقي زوال شروع شي، پاکستان دا حد ډير مخکښې کراس کړېدې، نن چې څه کيږي، دا په پاليسۍ بحث نۀ دې بلکه يو واضحه تقسيم دې، يو طرف ته رياست سره خلق ولاړ دي، او دوئم اړخ ته هاغه عناصر دي چې د خپل عمل يا په خاموشۍ ترهه ګرو سره ولاړ دي، اوس دا ثبوت څه پټ پناه نۀ دې، دا يو دستاويز دې کوم چې شميرلې شوې او پخپله رياست بيان کړيدي ۔  

    د پاکستان ماشومان د سکول بسونو کښې الوزولي شوي، دوي په بازارونو، جوماتونو او کوڅو کښې په نښه کړې شوي، خضدار کښې د سکول بے ګنا ماشومان بے رحمۍ سره قتل شوي، وانا کښې يو ځل بيا ترهه ګرو ماشومان په نښه کړي، او د پاکستان افواج ځوانان د ترهه ګرو مخې ته کلک اودريدلي دي، درې ځوانانو قرباني ورکړې ، شهيد شوي، ځکه چې ماشومان ژوند اوکړي ۔

    دې ټولې خونړۍ پيښو ترمينځ يو سياسي جماعت د ترهه ګرۍ مقابلې په ځائې د دوي په حق کښې خبرې کوي، او د خپل ملک خلاف ولاړ دې، او هاغه سياسي جماعت دې تحريک انصاف ۔

    د ډي جي آئي ايس پي آر خبري غونډې مطابق د اتيا فيصده نه زيات د ترهه ګرۍ پيښې تير کال خېبر پښتونخوا کښې رامخې ته شوي، دا صرف يو اتفاق نۀ دې، دا صوبه کښې د پي ټي آئي لخوا قصداََ پيدا کړې شوې سياسي خنډانو ، آپريشنل مزاحمت او نظرياتي کنفويژن براه راست نتيجه ده ۔

    چې کله د اے اين پيمشران قتل شول، د مسلم ليګ ن او پيپلز پارټۍ کارکنان په نښۀ شول، داسې حال کښې د حيرانتيا خبره ده چې يو سياسي جماعت محفوظ پاتې شوې، ترهه ګرو ټول په نښۀ کړي، صرف پي ټي آۍي نۀ ده په نښه کړې شوې، دامظلوميت نۀ دې، بلکه استثنا ده، او ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې استثنا په حادثاتي توګه نۀ وي ۔

    د پي ټي آئي مشران کولاؤ دا خبرې کوي چې هغوي به صوبه کښې د آپريشن اجازت نۀ ورکوي، هغوي د انټيلي جنس بيسډ کاروائيانو مخالفت کوي ،چې کله هم د ترهه ګرو په نښۀ کيږي نو بيا چغې سورې وهي، آئين پاکستان بالکل واضحه دې، کومې سياسي هلې ځلې، د اظهار رائے او کوم صوبائي اختيار د رياست د خودمختارۍ او سلامتيا نه بالاتر نۀ وي، جنګ دوران د ترهه ګرۍ خاتمې کاروائيانې اودرول اختلاف نۀ دې بلکه تخريب کاري ده ۔

    ډي جي آۍي ايس پي آر هاغه سوال پورته کړې د کوم جواب چې اوسه پورې پي ټي آئي نۀ دې ورکړې، د ترهه ګرو او طالبانو لپاره دا محبت آخر ولي؟ هغه کومه وفاداري ده چې پي ټي آئي قيادت دغه ترهه ګرو ډلو سره تړي؟ چې د پاکستان د ماشومانو قتل کوي؟ د چا په وينا خيبر پښتونخوا دې جنګ کښې ديکه کوي چرته چې د دوي بچي پخپله هم سوزي ؟

    ترهه ګر بے لارې جنګيالي نۀ دي، نۀ باغي دي او نۀ نظرياتي کارکن، دوي بے دين مجرمان دي، څوک چې جنګي معيشت چلوي، دوي ته زمکه پکار ده، پيسې پکار دي، او اړې ګړې پکار دې، بي ايل اے فتنته الخوارج  په ظاهره مختلفې دعوې کوي، ولې يو بل سره په شريکه کار کوي،  يو د نسل نوم اخلي، او بل د مذهب، د دوي اصل مشترکه سرپرست افغان طالبان دي ۔

    د دوي د پروپيګنډې ويډيوز ګارونو کښې نۀ جوړېږي، دا پيشه ورانه انداز کښې تياريږي، مصنوعي ذهانت استعماليږي،  جذباني هيرا پهيري منصوبه بندۍ سره کولې شي، دا منظم ترهه ګر دي، څوک چې حکمت عملۍ، پيسې او غير ملکي مفادات سره تړؒي شويدي، او چې هر کله هم پي ټي آپريشنز باندې سوال پورته کوي، کاروائيانې د حنډ ښکار کوي يا کنفويژن خوروي نو اصل کښې دوي دغه مشينري مضبوطوي ۔

    د پي ټي آئي د بيانېې ترټولو شرمناک د دوي انتخابي انسانيت دې، ترهه ګرو لپاره اوچت آواز، چې کوم ماشومان مړۀ کيږي په هغوي خاموشي،  قاتلانو لپاره همدردي، دغه ترهه ګر اودرولو والا فوجيانو باندې غصه، چې کله د سکول ماشومان قتليږي، نو پي ټي آئي د دغه ترهه ګرو نه جواب نۀ غواړي، او بيا چې کله فوجي د خپل وګړو د حفاظت دوران شهيد کيږي نو بيا دوي سترګې اړوي، او بيا چې کله ترهه ګر خپل انجام ته رسولې کيږي نو بيا ناڅاپه د دوي اخلاقيات رابيداريږي ۔

    رياست پاکستان د تير وختونو د غلطيانو څخه زده کړه کړېده، دوه زره يويشتم کښې ئې لوئې قيمت ادا کړې، د يو ترهه ګر په بدله کښې به درې فوجيان شهيد کيدل، دوه زره پنځه ويشتم کښې دغه تناسب اوس بدل شويدې، د ترهه ګرۍ پيښو کښې کمې راغلې، کاروئايانې هدفي دي، ټوله دنيا اوس ښۀ کولاؤ افغانستان د ترهه ګرو مرکز ګڼي، د پاکستان خبردارې درست ثابت شوې، او موقف ئې هم درست ثابت شوې، ولې پي ټي آئي اوس هم په انکار کنګل ده ۔

    دې کښې اوس هيڅ شک نيشته چې دا جنګ اختياري نۀ دې ،دا جنګ په پاکستان مسلط کړې شوې ، يوه صوبه هم د دې جنګ نه د جدا کيدو حق نۀ لري، يو جماعت هم د رياست په دفاع نشي شاته کيدې، يو سياسي مشر هم د دغه قاتلانو بچ کولو لپاره اخلاق جواز نۀ لري، څوک چې ماشومان وژني ۔

    څوک چې ترهه ګر بچ کوي، هغوي سياستدان نۀ دي بلکه سهولت کار دي، چې د ماشومانو د قتل دوران د آپريشنز مخالفت کوي، هغوي د امن خير خواه نۀ دي، هغوي د نتائج حساب سره دې جرمونو کښې برابر شريک دي، تاريخ نيت نۀ ګوري بلکه نتائج ګوري ۔

    پاکستان خپل ماشومان خاورو ته سپاري، د ملک فوجيان د ترهه ګرو مخې ته ديوال جوړ شوي، او د قامي ازميښت په وخت  پي ټي آئي خپله جدا لار خوښه کړې، او هاغه لار ده د پاکستان مقابله کښې د ترهه ګرو ملګرتيا ، ولې دوي ته ياد ساتل پکار دي، چې ټول قام بله لار خوښه کړې، ټول پاکستاني قام د ترهه ګرو خلاف يو دې او هميشه به يو وي ۔

    شریکول Facebook Twitter Email WhatsApp
    مخکینۍ مقالهد ترهه ګرۍ خلاف جنګ بيانيې نه پاک فوج هيڅوک نشي خوزولې، ترجمان پاک فوج ليفټيننټ جنرل احمد شريف چودهري
    بله مقاله قامي ټيم انډرنائنټين سه فريقي ون ډے سيريز ټائټل هم په خپل نوم کړې
    Arshad khan

    مربوطه لیکنې

    منطقه کښې د جنګ ختمولو لپاره پاکستان خپل تاريخي کردار ادا کولو ته تيار

    اپریل 9, 2026

    دامريکې نائب صدر ، نمائنده خصوصي زمونږ خاص ميلمانۀ دي، داخله وزير محسن نقوي

    اپریل 9, 2026

    چين، پاکستان او افغانستان ارومچي کښې مذاکرات کړي،چين وزارت خارجه

    اپریل 8, 2026
    ځواب دلته پرېږدئ Cancel Reply

    مونږ پسی راځه
    • Facebook
    • YouTube
    • TikTok
    • Twitter
    • Instagram
    • WhatsApp
    Live Streaming
    تازه ترین خبرونه

    پي ايس ايل، اسلام آباد په نهه وکټو لاهور ته شکست ورکړې

    اپریل 9, 2026

    منطقه کښې د جنګ ختمولو لپاره پاکستان خپل تاريخي کردار ادا کولو ته تيار

    اپریل 9, 2026

    دامريکې نائب صدر ، نمائنده خصوصي زمونږ خاص ميلمانۀ دي، داخله وزير محسن نقوي

    اپریل 9, 2026

    چين، پاکستان او افغانستان ارومچي کښې مذاکرات کړي،چين وزارت خارجه

    اپریل 8, 2026
    سرلیکونه
    لوبو خبرونه اپریل 9, 2026

    پي ايس ايل، اسلام آباد په نهه وکټو لاهور ته شکست ورکړې

    د پي ايس ايل خوندور او سنسني خيز ميچونه کراچۍ کښې جاري دي ،د ايونټ…

    منطقه کښې د جنګ ختمولو لپاره پاکستان خپل تاريخي کردار ادا کولو ته تيار

    اپریل 9, 2026

    دامريکې نائب صدر ، نمائنده خصوصي زمونږ خاص ميلمانۀ دي، داخله وزير محسن نقوي

    اپریل 9, 2026
    ډیر لیدل شوی

    وزيراعظم د بجلۍ سهولت ييکج اعلان کړې،کورني صارفنيو لپاره به بجلي په شپږ ويشت روپې في يونټ وي

    نوومبر 8, 2024124 Views

    پېښور کښې د منکي پاکس نور پنځه شکمن کيسونه رپورټ شوي

    اگست 31, 2024122 Views

    د پښتنون کلتور ورځ،ګورنر پښتونخوا فيصل کريم کنډي دپښتنو صحافيانو تنظيم پي جے اے کابينې غړو نه حلف اخستې

    سپتمبر 23, 2024108 Views
    د مدیر انتخاب

    منطقه کښې د جنګ ختمولو لپاره پاکستان خپل تاريخي کردار ادا کولو ته تيار

    اپریل 9, 2026

    دامريکې نائب صدر ، نمائنده خصوصي زمونږ خاص ميلمانۀ دي، داخله وزير محسن نقوي

    اپریل 9, 2026

    چين، پاکستان او افغانستان ارومچي کښې مذاکرات کړي،چين وزارت خارجه

    اپریل 8, 2026
    خېبر نيوز
    خېبر نيوز

    خېبر نيوز د پښتو ژبې هغه وړومبے چېنل دے کوم چې تاڅو ته څليريشت ګېنټې تازه ترين خبرونه او جاري امورو باندې څېړنې درکوي. دا چېنل کال دوه زره اووۀ کښې په شپاړسمه جولائي شروع کړے شوے او ډېره لږه موده کښې تېزۍ سره د خپرونې د شهرت څوکې ته رسېدلے دے.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    خېبر نيوز © 2026 . ټول حقونه ساتل دي
    • سر پاڼه
    • خېبرپښتونخوا
    • انټرټېنمنټ خبرونه
    • بلوچستان

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.