د بلوچستان د دکي ضلعې په بي اېرېا کښې امنیتي ځواکونو او سي ټي ډي شريک آپريشن کړې چې پکښې پنځه ترهه ګر وژلې شويدي ۔
د عملیاتو په مهال د ترهه ګرو او ځواکونو ترمينځ ډزې شوي، او پنځه ترهه ګر مختلفو ځايونو خښې وژلي شوي دي ۔
دا عملیات د اېنټېلي جېنس معلوماتو شوي، د وژلي شوي ترهه ګرو مړي هسپتال ته رسولو نه پس د ضروري مراحلو وروسته د شناخت لپاره کوئټې ته منتقل کړې شويدي ۔
د سي ټي ډي مطابق وژلي شوي ترهه ګر د يوې کالعدم تنظيم ډلې سره تعلق لري ، او په ديې مهال د ترهه ګرو له قبضې څخه وسلې او ګوله بارود هم ترلاسه شوي دي. په سیمه کښې د نورو ترهه ګرو ممکنه موجودګۍ لپاره لټونکي عمليات جاري دي ۔