داخله وزير محسن نقوي وئيلي دي چې ترهه ګري يو عالمي مسئله ده ، نړۍ ته پکار دي چې ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د پاکستان سره مرستې وکړې ،امريکې سره پائيدار تعلقات د پاکستان خارجه پالسيۍ کښې اهم حيثيت لري ،امريکا کښې په ديرشم اپريل پاکستان کاکس انعقاد خوش آئيند دې ۔
داخله وزير مسحن نقوي سره اسلام آباد کښې امريکې کانګريس اراکينو وفد ملاقات کړې ، وفد کښې جيک برګمين ، ټام سوزي او جوناتهن جيکسن شامل وو ۔
په دغه موقع وزير مملکت داخله طلال چوهدري ،قائم مقام امريکائي سفير نيټلي بيکر او وفاقي سيکرټري داخله خرم آغا هم موجود وو ۔
ملاقات کښې په دوه اړخيزه تعلقاتو او باهمي دلچسپۍ په امورو د خيالونو تبادله شوې،معيشت ، تجارت او سرمايه کارۍ په شعبو کښې تعاؤن په زياتولو هم خبري اترې شوي دي ،سيکيورټي ، ترهه ګرۍ مخنيوي او بارډر سيکيورټي په معاملو هم د خيالاتو بدلون شويدې ۔
د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي چې ترهه ګرۍ مخنيوي شعبه کښې انټيلجنس او ټيکنالوجي شئيرنګ د اهيمت وړ دي ۔
محسن نقوي زياته کړې چې نړۍ ته پکار دي چې ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د پاکستان سره مرستې اوکړې ،پاکستان ترهه ګرۍ او نړۍ تر مينځه د ديوال په حيث دې ، ترهه ګرۍ خلاف د پاکستان قربانو مثال په ټوله نړۍ کښې نه ميلاويږي ۔