اسلام آباد: د وفاقي کابينې اجلاس ته خپل خطاب کښې وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې د نوې کال په آغاز مهنګائي نوره کمه شوې، د خوراک څښاک څيزونو قيمت کښې کمي لوجې عام اولس ته ريليف رسيږي ۔
وزيراعظم اووئيل چې د روژې مياشت راتلونکې ده، دا ځل مونږ هدايت کړې چې بغير د يوټيليټي سټورز نۀ دې رمضان پيکج تيار کړې شي ، چې کرپشن پکښې اونشي ۔
وزيراعظم ملک کښې د ترهه ګر اوسنې لهر غندلې دې او وئيلي دي چې ملک کښې د امن لپاره سيکيورټي فورسز بے شميره قربانې ورکړي ۔
وزيراعظم وائي چې ژوب حمله کښې ژوبل شوي اهلکارو عيادت ئې کړيدي، په دې موقع اهلکارو د ځوانانو حوصلې اوچتې وې ۔
د ملک او قام لپاره د سيکيورټي فورسز قربانۍ د ستائنې وړ دي، کوم به چې تل ياد ساتلې شي، د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره اولس د فوج سره اوګه په اوګه ولاړ دې ۔