ملتان: پاکستان په وړومبي ټيسټ ميچ کښې ميلمه ټيم ويسټ انډيز ته په يو سل اووه ويشت رنز شکست ورکړې او د دوه ميچونو سيريز کښې ئې يو صفر سره برتري ترلاسه کړېده ۔
ملتان کښې لوبيدلې اولني ميچ کښې پاکستان ميچ ګتې لپاره ويسټ انډېز ته د دوه سوه يو پنځوس رنز هدف ورکړې وو د کوم جواب کښې چې ميلمه ټيم يو سل دري ويشت رنز باندې آوټ شوې او ميچ ئې بيللې دې ۔
پاکستان طرف نه ساجد خان دوئم اننګز کښې هم شاندار باولنګ کړې او پنځه وکټي ئې ترلاسه کړېدي ، دغه شان ابرار احمد څلور او نعمان علي يو وکټ په خپل نوم کړې وه ۔
پاکستان اولني انننګز کښې دوه سوه ديرش رنز جوړ کړې وو چې پکښې ټولو نه زيات سعود شکيل څلور اتيا او محمد رضوان يو اوويا رنز جوړ کړې وو ۔
د ويسټ انډيز ټيم اولني اننګز کښې يو سل اووه ديرش رنز باندې آؤټ شوې وو ، پاکستان ته اولني اننګز کښې د درې نوي رنز برتري ترلاسه شوې وه ۔
پاکستان طرف نه نعمان علي پنځه او ساجد خان څلور وکټې اخستې وې ، ابرار احمد يو وکټ په خپل نوم کړې وه ۔
ميچ کښې په مجموعي توګه نهه وکټې اخستو باندې ساجد خان د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔