آئي ايس پي آر طرف نه جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي چې شمالي وزيرستان، ټانک او تهل کښې د خفيه معلوماتو په اطلاع سيکيورټي فورسز کاروائيانې کړي چې پکښې دوه ويشت ترهه ګر وژلي شوي، او شپږ نور ژوبل شويدي ۔
آئي ايس پي آر مطابق ترهه ګرو سره انښته کښې شپږ سيکيورټي اهلکاران هم شهيدان شويدي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې اولنۍ کاروائي شمالي وزيرستان کښې شوې چچرته چې خفيه اطلاع باندې آپريشن دوران لس ترهه ګر وژلې شويدي ۔
بيان ترمخه ټانک کښې هم خفيه اطلاع باندې سيکيورټي فورسز کاروائي کړې چې پکښې نهه ترهه ګر وژلي شوي او شپږ نور ژوبل شويدي ۔
بيان کښې دا هم وئيلي شوي چې تهل کښې د کاروائۍ پر مهال درې ترهه ګر وژلې شوي، او د ترهه ګرو په ډزو کښې شپږ اهلکاران هم شهيدان شويدي ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې سيمه کښې د نورو ترهه ګرو موجودګۍ مخينوي لپاره به آپريشن جاري وي او ترهه ګر به ختمولې شي ۔