لاهور کښې د نيشنل ميري ټائم سکيورټې ورکشاپ اختتامي سيشن ته خطاب کښې وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چې پاکستان ترهه ګرۍ لوجې لوئې قيمت ادا کوي ،ترهه ګرۍ خاتمې لپاره زمونږ عزم مضبوط دې ،مونږ ملک کښې فول پروف سکيورټې غواړو ۔
وزيراعظم اووئيل چې مونږ په کال دوه زره شپاړسم کښې د ترهه ګرۍ خاتمه کړې وه ، ولې بدقسمتۍ نه د ترهه ګرۍ ناسور دوباره سر پورته کړېدې،مونږ به تره هګرۍ خاتمې پورې په ارام نه کښينو ۔
وزيراعظم مخکښې اووئيل چې پاک بحريه د هر چيلنجز مقابله کولو صلاحيت لري، دپاک بحريه افسران او ځوانان د سمندري حدود تحفظ يقيني جوړوي ،او سمندري وسائل نه فائده پورته کولو لپاره اقدامات هم پورته کوي ۔
وزيراعظم شهبازشريف زياته کړې چې موجوده وخت کښې بليو اکانومي ته مرکزي حيثيت ترلاسه دې ،بليو اکانومي سره دپاکستان ترقي او خوشحالي ممکن ده ۔
هغه دا هم اووئيل چې دوست ملک چين بحري شعبه کښې تعاون فراهم کولو لپاره تيار دې ، وائي چې ګوادر بندرګاه هم مرکزي حيثيت لري ۔