کرم: د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور په هداياتو قائم جرګې د فريقينو په صلاح اومشاورت سره کرم کښې نامعلومه وخت پورې په جنګ بندۍ اتفاق کړې دې ۔
جرګې وئيلي چې د ضلعې ټولې مورچې به خالې کولي شي،او دا چې د شخړې داسې حل به راوباسو چې فريقينو ته هم قابلِ قبول وي ۔
د وزيراعلیٰ خيبر پښتونخوا په خصوصي هداياتو د کوهاټ د کمشنر په مشرۍ کښې د ضلع کرم شخړې حل کولو لپاره قائم شوې جرګې د کرمې سيمې دواړو فريقينو سره ملاقاتونه کړيدي ۔
جرګه کښې د آئي جي کوهاټ پشمول د ضلع کرم، کوهاټ او پيښور نور اهم شخصياتو هم ګډون کړې وو۔
جرګه کښې په دې خبره اتفاق شوې چې کرم کښې د پائيدار امن لپاره به اهم فيصلې کولې شي،مورچي به خالې کولې شي او د کرم مسئلې مستقل حل به راويستلې شي ۔
جرګې فيصله کړې چې د دواړو فريقينو سره به صلاح ومشاورت کولې شي او بيا به په باهمي رضامندۍ سره داسي لائحه عمل جوړولې شي ، چې دواړو فريقينو ته نه صرف قابل قبول وي بلکه فوري پرې عمل ته هم تيار وي ۔
جرګې مطابق دې لپاره ضروري ده چې فريقين د يو بل خبرې واوري، د يو بل تجاويز او رائے ته احترام ورکړي، نو بيا سيمه کښې امن بحالي آسانه وي ۔
بلخوا د خېبر پښتونخوا اطلاعاتو مشير بيرسټر سيف تصديق کړې چې د کرمې صورتحال پحقله ګرينډ جرګه شوې او دواړو فريقينو ترمينځ د نامعلومې مودې پورې په جنګ بندۍ اتفاق شويدې ۔
بيرسټر سيف وئيلي چې د کرمې صورتحال پحقله ګرينډ جرګه شويده،دي دوران د دواړه فريقينو سلو نه سيوا کسان په يو ځائي ناسته کړې او د کرمې د مسئلې حل لپاره ئې تفصيلي مشاورت کړيدې ۔
ګرينډ جرګه کښې دحتمي فيصلې پورې په مورچو خالي کولو اتفاق شويدے،او د ګرينډ جرګې غړو د دواړه فريقينو مشرانو سره ځان له او اجتماعي ملاقاتونه کړيدي
بيرسټرسيف زياته کړې چې وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور د ګرينډ جرګې کوششونه ستائيلي او د وزيراعلیٰ د مخلصانه کوششونه له برکته سيمه کښې امن بحال شويدې ۔