پيښور: د خېبر پښتونخوا وزير اعلیٰ علي امين ګنډا پور سره دکرم جرګې غړو ملاقات کړېدې ،ملاقات په وخت د کرمې مسئلې د زر تر زره حل کولو او د مذاکراتو په اړه خبرې اترې شوېدي ۔
دجرګې غړو کښې داطلاعاتو مُشير بيرسټر محمد علي سيف ،پخوانې وفاقي وزيرپير نورالحق قادري ، پخوانې سينيټر صالح شاه او نور مشران شامل وو، دجرګې مشرانو وزير اعلیٰ ته کرمه کښې جاري تاؤ تريخوالې زر ترزره ختمولو باور هم ورکړے دې ۔
دوي وئيلي چې د کرمې مسئله به ډيره زر هواره کړے شي او لويه جرګه به څو ورځو کښې د کرمې په دوره هم ځي ۔طمع ده چې دغه شخړه به هم زر تر زره ختم شي ۔
دملاقات په وخت وزير اعلیٰ علي امين ګنډا پور اووئيل چې د کرمي جرګې او د دوه اړخيزه مذاکراتو په حواله به ټولې سرکاري وسيلې په کار راوستې شي او حکومت غواړي چې دکرمې مسئله دخبرو اترو د لارې حل کړے شي ۔