آئي ايس پي آر ترمخه تيره شپه د شمالي وزيرستان سيمې حسن خيل کښې د پاک افغان پولې سره نيزدې سيکيورټي فورسز د ترهه ګرو داخلېدو کوشش ناکامه کړېدې ۔
د آئي ايس پي آر لخوا جاري بيان کښې وئيلي شوي چې دې دوران د سيکيورټي فورسز کاروائۍ کښې درې ترهه ګر وژلې شويدي ۔
آئي ايس پي آر وائي چې پاکستان د افغانستان عبوري حکومت نه بار بار غوښتنه کوي چې خپله خاوره دې پاکستان خلاف
ترهه ګرۍ لپاره استعمالېدو نه اودروي ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې سيکيورټي فورسز د ملک سرحدونه محفوظ جوړولو او ترهه ګرۍ خاتمے لپاره پرعزم دي ۔