د خېبرپښتونخوا انسپکټر جنرل (آئي جی) اختر حيات ګنډاپور د صوبې پوليس افسرانو ته هدايات کړي دي چې په هيڅ سياسي فعاليت کې دې برخه وانخلي او يوازې د سياسي قيادت د احکاماتو اطاعت وکړي کوم چې د آئين په دائره کې دي.
د خيبرپښتونخوا آئي جي د سيمه ايزو پوليسو افسرانو ته يو خط جاري کړے دے چي پکښي هغوي ته هدايات شوي چي په هيڅ قسمه سياسي فعاليت کښي برخه وانخلي۔ له دې وړاندې د خيبر پښتونخوا چيف سيکرټري نديم اسلم چوهدري صوبايي ادارې او پوليسو ته د خبرداري خط ليکلی و.
په ليک کې زياته شوې چې د سياسي ګوند له غيرقانوني امرونو سره د همکارۍ پايلې به وي، افسران بايد د کوم فشار او لالچ لاندې له دولتي منابعو، شتمنيو او واکونو ناوړه ګټه پورته نه کړي.
په مکتوب کې دا هم ویل شوي چې ټول افسران باید مسلکي اخلاق مراعات کړي، دا زموږ مسوولیت دی چې له ویرې، احسان او تعصب پرته د قانون رعایت وکړو او د سیاسي صحنې په پام کې نیولو پرته خپلې دندې په بې پرې توګه ترسره کړو.
چيف سيکرټري په خپل خط کښې زياته کړې چې زمونږ حلف د آئين او رياست لپاره دے نه د کوم سياسي ګوند او مشر لپاره.