ريسکيو چارواکو وئيلي دي چې د کوز جنوبي وزيرستان وانا سيمې اعظم ورسک کښې د جومات په حدودو کښې چاودنه شوې ده ۔
ريسکيو چارواکو مطابق چاودنه کښې مفتي اعجاز پشمول دوه کسان پحق رسېدلي دي او پنځه نور کسان ژوبل شوي دي ۔
ژوبل کسان علاج لپاره ډي ايچ کيو هسپتال وانا ته منتقل کړې شوي، او يو سخت ژوبل کس مولانا شهزاد ډي آئي خان هسپتال ته رسولې شوې دې ۔
ځائې سرچينو مطابق چاؤدنه کښې مولانا شهزاد په نښه کړې شوې وو، د پيښې ورستو پوليسو د چاودنې ځائې په ولقه کښې اخېستې او سرچ آپريشن ئې هم کړې دې ۔