پيښور کښې د پي ټي آئي مشرانو اهم اجلاس شوې چې پکښې د باني پي ټي آئي کورودانې بشریٰ بي بي او وزيراعلیٰ خېبرپښتونخوا علي امين ګنډپاور پشمول د پارټۍ نورو مشرانو ګډون کړېدې ۔
ذرائعو وئيلي چې غونډه کښې د څليريشتم نومبر احتجاج په معامله غور شوې ، بشریٰ بي بي او وزيراعلیٰ خېبرپښتونخوا علي امين ګنډاپور اجلاس ته خطاب هم کړېدې ۔
خپل خطاب کښې بشریٰ بي بي وئيلي چې د باني پي ټي آئي رهائۍ لپاره دا آخري کال دې،کارکنان دې فيملي سره هر حال کښې ځان ډي چوک ته رسوي ۔
غونډې ته دوینا په وخت وزیر اعلی اووئیل چې د هرې ضلعې کارکنان بائد د بیلو بیلو قافلو په شکل کښې د ډی چوک کښې جلسه کښې خپل شرکت یقینی کړي ۔
علي امين ګنډاپور اووئيل چې د حلسې ټول لګښت به مفامی تنظیم سره سره صوبائی حکومت هم برداشت کوي ۔
بلخوا بشریٰ بي بي د پي ټي آئي مشرانو ترمينځ د اختلافاتو نوټس اخستې او وئيلي دي چې کارکنان او رهنما دې اختلافاتو په ځائې په احتجاج توجه اوساتي ،اختلافاتو سره به باني پي ټي آئي او پارټۍ ته زيان رسيږي ۔