اسلام آباد: آرمي چيف جنرل سيد عاصم منير سرښار کښې د مارګله ډائيلاګ دوه زره څليريشتم خصوصې تقريب ته خطاب کړې او وئيلي دي چې اوسني دور کښې ټيکنالوجي يو اهم ضرورت دې ، ټيکنالوجي د معلومات په خورولو کښې مهم کردار تر سره کوي خو نړۍ دا وخت ډيرو چيلنجونو سره مخ ده، چې پکښې مختلف ټيکنالوجۍ په مرسته غلط معلومات خوريدل تر ټولو لوئې چيلنج دې ۔
آرمي چيف اووئيل چې مونږ به د هيڅ يوې عالمي تنازعې برخه نۀ جوړيږو، نړۍ کښې د جنګونو خاتمي او امن و استحکام لپاره به خپل کردار تر سره کول جاري ساتو ۔
آرمي چيف په ډاګه کړې چې پاکستان هميشه د غزه او لبنان جنګ بندۍ مطالبه کړې اود يو آزاد فلسطيني رياست په قيام ئې زور راوړې دې ۔
د پاک فوج سرلښکر اووئيل چې زمونږ مشترکه مقاصدو کښې موسمياتي تبديلي ، ترهګرۍ خلاف جنګ او نور اهم چيلنجونه شامل دي ۔
هغه زياته کړې چې آپريشن عزم استحکام د نيشنل ايکشن پلان اهم جز دې چې مقصد ئۍ د ترهه ګرۍ خاتمه ده ۔
د سرلښکر وينا وه چې ترهه ګر د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استمعالوي ، افغان عبوري حکومت نه طمع لرو چې د ترهه ګرو خلاف په فوري توګه او غوره اقدامات پورته کړي ۔