پيښور کښې د وزيراعلیٰ خيبر پښتونخوا علي امين ګنډاپور په مشرۍ کښې د ايپکس کميټۍ اهمه غونډه شوې په کوم کښې چې وزيرخزانه، کورکمانډر، چيف سيکرټري او ائي جي پي نه علاوه نور اعلیٰ چارواکو ګډون کړې او صوبه کښې د امن وامان مجموعي صورتحال په تفصيل سره جاج اخستې شويدې ۔
غونډه کښې بعضې ضلعو کښې د امن وامان خراب صورتحال غوره جوړؤلو لپاره د نوې تګ لارې پحقله غور او اهمې فيصلې اوکړے شوي،او د ترهه ګرۍ ناسور ختمولو لپاره د سول حکومت سيکورټي فورسز او عوامو مشترکه کوششونه جاري ساتلو په ضرورت زور ورکړے شويدې ۔
غونډه کښې د صوبې په بعضې ضلعو کښې د امن وامان په حواله پوليسو ته د زيات اختياراتو ورکولوفيصله هم شوې ده ۔
د ايپکس کميټۍ غونډه کښې د تير شپږ مياشتو دوران شهيد شوي پاک فوج او ايف سي د يو سل اته اوويا ځوانانو لواحقينو لپاره د پيکج ورکولو فيصله هم اوکړے شوه،چې ترمخه به ئې سپاهيانو لواحقينو لپاره لس لکه روپئ او افسرانو لواحقينو ته شل لکه روپۍ پيکج ورکولې شي ۔