شمالي وزيرستان کښې د سيکورټې فورسز چيک پوسټ ته څيرمه دهماکه شوې،پوليس وائي چې چاودنه کښې د امنيتي اهلکارو په ګډون اتۀ کسان شهيدان شوي او پنځه نور زخمي شوي ۔
مقامي پوليس وائي چې چاودنه د خودکش حملے په نتيجه کښې رامينځته شويده،يعنې يو تن د بارودو څخه ډکه رکشه د پوسټ په خوا کښي ډزولي ده ۔
پوليس وائي چې خودکش حمله د ميرعلي تحصيل په عيدک سيمه کښي د آرمي او پوليس په مشترکه چيک پوسټ باندې شويده ۔
مقامي پوليس زياتوي په شهيدانو اتۀ کسانو کښې څلور پوليس اهلکار،دوه فوجي اهلکار او دوه دوه عام کسان هم شامل دي ۔
دغه رنګې په زخميانو پينځوؤ کسانو کښي هم ملکي وګړي او پوليس شامل دي ،د مقامي خلقو په وينا د چاودنې لوجې د فوجيانو يو ګاډے هم تباه شويدے