بهارتي ښار بنګلور کښې جاري اولني ټيسټ ميچ کښې په دوئمه ورح د بهارت ټول ټيم هوم ګراؤنډ باندې کم ترين سکور په شپږ څلويښت رنز باندې آؤټ شويدې ۔
بهارت لخوا ټولو نه زيات رشاب پينټ شل او جيسوال ديارلس رنز جوړ کړېدي،روهت شرما دوه، ويرات کوهلي ،سرفراز خان، کے ايل راهول،رويندرا جديجا آشون په صفر آؤت شويدي
دغه رنګ کلديپ ياديو دوه، جسپرټ بومرا يو رن باندې آؤټ شوې او محمد سراج په څلور رنز ناټ آؤټ پاتې شويدي ۔
نيوزي لينډ لخوا ميټ هينري پنځه ، ويليم او رورکے څلور او ټم ساؤتهي يو وکټ په خپل نوم کړېده ۔
بهارتي ټيم دې نه وړاندې هم دوه زره شلم کښې آسټريليا خلاف ايډيليډ کښې په شپږ ديرش رنز آؤټ شويدې ۔
ټيسټ کرکټ کښې اوسه پورې د يو ټيم د ټولو نه کم سکور د نيوزي لينډ دې، کيويز په کال نورلس سوه پنځه پنځوستم کښې جنوبي افريقې خلاف صرف په دري ويشت رنز آؤت شويدې ۔