د شنګهائي تعاؤن تنظيم دري ويشتمه سر مشريزه غونډه سر ښار اسلام آباد کښې شوې ، د کومې مشرئ چې د پاکستان وزيراعظم شهبازشريف کړې ده ، د غونډې نه پس د رکن ملکونو مشترکه اعلاميه هم جاري شويده ۔
د ايس سي او اجلاس نه پس جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې سرمشريزه غونډه کښې ګډون کونکو په اتۀ نکاتو باندې اتفاق کړې او دستخط ئې پر هم کړېدې ۔
اعلاميے مطابق اجلاس کښې د بيلاو روس وزيراعظم ګلوو چينکو، د کرغزستان وزيراعظم او اے پينتانوف، د چين سټيټ کونسل وزيراعظم لي چيانګ، د تاجکستان وزيراعظم خير رسول زاده۔د ازبکستان وزيراعظم اين ايرايوف، بهارتي خارجه وزير جے شنکر،د ايران ايډ ټريډ وزير سيد محمد اطباق، ايس سي او سيکريټري جنرل زينګ منګ او ډائريکټر ايګزيکټيو کميټي آف دي ايس سي او ريجنل آئي ټي ټيررسټ سټرکچر ايس ميرزوف هم شريک شويدي ۔
د اجلاس مشري وزيراعظم شهبازشريف کړې او د منګوليا وزيراعظم سويو ارډين او د ترکمانستان وزير خارجه هم اجلاس کښې شريک شوي وو۔
د غونډې شريک کونکو آستانه کښې شوې هيډ آف سټيټ اجلاس فيصلو باندې عمل درآمد په اهميت زور راوړې او اتفاق ئې خړې چې د ايس سي او رکن ملکونو خلقو آزادانه جمهوري،سياسي ،معاشرتي او معاشي حقوقو د استعمال احترام کوي ۔
د اجلاس ګډون والو يو محفوظ،پرامن او خوشحاله زمکې لپاره مرستې سيوا کو د عزم اظهار هم کړې ۔شريک مشرانو د رکن ملکونو ترمينځ شخړي د خبرو اترو او مذاکراتو په ذريعه حل کولو باندې هم زور راوړې دې ،دې لړې کښې دوي د متحده قامونو جنرل اسمبلۍ د امن او يووالي او ترقۍ په اړه د قرارداد حمايت هم کړېدې ۔
تنظيم د رکن ملکونو ترمنځ د سیاست، امنیت، تجارت، اقتصاد، سرمايه کارۍ او کلتور په برخو کښې د همکارۍ د زیاتېدو غوښتنه کړې. د غونډې ګډونوالو د یوې پرامن، محفوظ، او خوشحاله زمکې لپاره د همکارۍ د زیاتولو په برخه کې خپله ژمنه تکرار کړې، مشرانو د شنګهائي همکاري سيوا کولو باندې هم زور راوړې دې ۔
اعلاميے ترمخه د غونډې مشرانو پاکستان حکومت د ايس سي او اجلاس په کاميابۍ اومبارکي ورکړې او خراج تحسين ئې هم وړاندې کړېدې،
اعلاميے مطابق د ايس سي او مشرانو وئيلي چې سائنسي او تکنيکي ايجادات او ډېجيټل معيشت مؤثر طريقے سره استعمالول ضروري دي ۔
اعلاميې کښې دا هم وئيلي شوي چې د ايس سي او اجلاس کښې د رکن ملکونو معاشي او تنظيمي هلو ځلو فيصلې هم شوي دي ۔
اعلاميه کښې مخکښې وئيلي شوي چې د تنظيم دوه زره څليريشتم او پنځه ويشتم مشري چين ته ورکړې شوې او د ايس سي او راتلونکي غونډۀ به روس کښې کيږې ۔