د سيکيورټي سرچينو وينا مطابق د پاک افغان بارډر نوشکي کښې اول د افغان فورسز لخوا پاکستان په چيک پوسټونو ډزې شوې وې ولې جوابي کاروائې کښې د افغان فورسز په جوابي کاروائۍ کښې افغان فورسز خاموشه شويدي ۔
سرچينې وائي چې د پاکستان لخوا په بارډر باندې د ازغن تار مرمت کار جاري وؤ چې دې دوران افغان فورسز ډزې پيل کړې، د پاکستان امنيتي ځواکونو جوابې کاروائې کښې د افغان فورسز يو شمير چوکې په نښه کړي، چې پکښې افغان فورسز ته لوئې ځاني او مالي زيان رسيدلې دې ۔
ذرائع د سيکيورټي چارواکو په حواله وائي چې پاکستان به تل د خپلو سرحدونو د حفاظت تسلسل جاري ساتي، او په هر صورت به د خپل سالميت حفاظت کولې شي ۔