خپل يو بيان کښې د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو مشیر بیرسټرسیف وئيلي دي چې د پولیسو لخوا دپښتون تحفظ موومنټ په کیمپ تيره شپه شوې کاروائي د وفاقي حکومت په احکاماتو شوېده ۔
بيرسټر سيف انکشاف کړې چې دې لړ کښې وفاقي داخله وزارت چیف سیکرټري ته خط ليکلې ۔
مشير اطلاعاتو مطابق خط کښې وئیلي شوي چې پي ټي ایم د ریاست مخالف بیانیه او نسلي منافرت کښې ککړ دې ،د دوي خلاف دې کاروائي اوکړې شي ۔
هغه مخکښې اووئيل چې تیره ورځ منظور پشتین د وزیراعلی سره ملاقات کړې وو چې پکښې وزیر اعلیٰ منظور پشتين ته په قبائلي ضلعو کښې د ترقیاتي منصوبو شروع کولو باور ورکړیدې ۔
بيرسټر سيف اووئيل چې قبائلي سيمو مختلفې منصوبې شروع کړې شوي چې قبائلي علاقو کښې معاشي او سماجي ترقي اوشي ۔
هغه دا هم اووئيل چې قبائلي ضلعو کښې د شخړو حل لپاره جرګې هم جوړې کړې شوي د هر قسمه لانجو پرامن حل راباسلې شي ۔