خارجه دفتر انکشاف کړې چې سوات ته د بهر ملکي سفيرانو د دورے نه خېبر پښتونخوا حکومت آګاه کړې شوې وو ولې خارجه وزارت نه وو خبر کړې شوې ۔
اسلام آباد کښې هفته وار ميډيابريفنګ په وخت دخارجه دفتر ترجمانې ممتاز زهره بلوچ وئيلي چې سيکورټي ايجنسيانې د سوات ملم جبې چاودنې تحقيقات کوي ،ملم جبه پيښه کښې د غفلت مرتکب افسرانو خلاف به سخت ايکشن اخستلې کيږي ۔
ترجمانې ممتاز زهره بلوچ اووئيل چې خارجه وزارت ته په دې حواله اطلاع نه ورکولو سخت ايکشن اخستې کيږي، سوات ته دبهر ملکي سفيرانو د دورے نه خېبرپښتونخواحکومت آګاه کړې شوي وو او په دې حواله دستاويزي ثبوت هم موجود دے ۔
ترجمان دفتر خارجه اووئيل چې خېبر پښتونخوا حکومت ته خط ليکلې شوي وو، ولې ځني سفيرانو په انفرادي حيثيت کښې وزارت خارجه سره رابطه کړې وه او د خپل سوات سفر متعلق ئې مونږ خبر کړي وو ۔
ترجمانې زياته کړې چې اسلام آباد چيمبر آف کامرس د بهر ملکي سفيرانو د دورے په باره کښې مونږ نه وو آګاه کړې او دا چې دچيمبر آف کامرس اسلام آباد خلاف دکاروائي جائزه اخستې کيږي ۔