د سوات د ضلعي پوليس افسر ترمخه سيلګري مقام مالم جبه روډ باندې د شير آباد په مقام چاودنه شوې چې پکښې څلور پوليس اهلکار سخت ژوبل شوي وو ۔
د ډي پي او وينا مطابق ژوبل پوليس اهلکاران نيزدې هسپتال ته رسولې شوي وو چې پکښې يو ساه ورکړې او شهيد شويدې ۔
دپوليسو دچارواکو ترمخه دشهيد شوي افسر نوم برهان او په ژوبل شوؤ کسانوکښې کانسټيبل سرزمين، حسين گل او امان الله شامل دي ۔
ډي پي او زياته کړې چې په چاودنه کښې د پوليسو ګاډي ته هم نقصان رسيدلې دې ۔
دسرچينو له مخې د دولس مختلفو ملکونو دسفيرانو قافله دمالم جبه په لوري روانه وه چې په قافله کښې شامل دپوليسو ګاډي په نښه کړې شويدې ۔
سرچینو زیاته کړې چې د چاودنې نه پس دغه سفیران واپس اسلام آباد ته تلې دي ۔
سرچينې زياته کړې چې په دغه قافله کښې د انډونيشيا، پرتګال، قزاقستان، بوسنيا هرزيګوينا، زمبابوے، روانډا، ترکمانستان، ويتنام، ايران، روس او تاجکستان هېوادونو سفيران هم شامل وو ۔
دچاودنې وروستو پوليس په ګڼ شمير کښې دپيښې ځائې ته رسيدلي او چاودنې په اړۀ ئې نورې پلټنې شروع کړېدي ۔