دا په داسې حال کې ده چې افغان اتباع په جعلي طبي اسنادو له پاکستان څخه نورو هېوادونو ته تګ راتګ کوي. د FIA د چارواکو په وینا د پاکستان د ویزو د بندیدو له امله یو زیات شمیر افغان اتباع د درملنې په پلمه د پاکستان ویزې ترلاسه کوي، دغه ډول افغان اتباع له اسلام اباد څخه کابل ته راځي او له دې ځایه نورو هیوادونو ته د تګ هڅه کوي.
د چارواکو په وینا دغه ډول بهرنیان په اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې د امریکا او جاپان له سفارتونو او قونسلګریو څخه د امریکا او جاپان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو ویزې ترلاسه کوي او بیا له پاکستانه دغو هېوادونو ته ځي.
د مهاجرینو چارو مسوولینو ویلي، چې په تېرو درېیو ورځو کې د کراچۍ په جناح نړیوال هوايي ډګر کې ۹ هغه افغانان نیول شوي، چې په جعلي طبي اسنادو د درملنې په پلمه پاکستان ته راغلي وو او هڅه یې کوله، چې له هغه ځایه بهر ته وتښتي.
د مهاجرت چارواکو زیاته کړه چې نیول شوي افغانان د FIA د انساني قاچاق ضد حلقې لخوا د محکمې په حکم زندان ته اچول شوي دي.
د مهاجرینو د چارو د ادارې په وینا د دغه ډول افغانانو ویزې د اعتبار وړ دي، خو په جعل سره پاکستان ته ننوتل او خپلو موخو ته رسیدل جرم دی.
په جعلي طبي ویزو له پاکستان څخه نورو هیوادونو ته د افغان اتباعو د تګ افشا کول
څرگندونې نشته2 Mins Read