په لکي مروت کښې د تيرو څلورو ورځو راهسې جاری پوليس دهرنا د شپې ناوخته ختم کړے شويده ۔
د مذاکراتي کميټۍ او انتظاميي ترمينځ کامياب مذاکراتو نه پس دغه دهرنا ختم کړے شوې ۔
د دهرنې ختمېدو وروستو مرکزي شاهراههم د هر قسمه ټريفک لپاره پرانستې شوې ده ۔
د لکی مروت دھرنا ختمولو په مذاکراتو کښې د مروت قامي جرګې مشرانو مهم کردار لوبولې دې ۔
د معاهدې ترمخه د لکي مروت پولیس به بااختياره جوړولې شي او دوي له به بکتر بند ګاډي او نور اهم سهوليات ورکولې شي ۔
لوظنامې مطابق پوليس فورس کښې به د نور فورسز مداخلت ختمولې شي ۔
لوظنامې کښې وئيلي شوي چې دهرنا کښې شامل پوليس اهلکارانو خلاف بي هيڅ قسمه کاروائي نه کيږي ۔
په تمعاهده کښې دا هم وئيلي شوي چې د لکي مروت پولیس د ژوبل اهلکارانو خاص خیال به ساتلې شي ۔
لوظنامې کښې دا هم وئيلي شوي که چرې انتظاميې په معاهده عمل درآمد اونکړو نو پوليس اهلکاران به دوباره دهرنا ورکوي ۔